ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ ۱۸ نوې پېښې ثبت شوي

په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ ۱۸ نوې پېښې ثبت شوي

author avatar
25 Aug 2018 - 19:22
په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ ۱۸ نوې پېښې ثبت شوي
author avatar
25 Aug 2018 - 19:22

کابل (پژواک، ٣ وږی ٩٧): د کانګو تبې د ۱۸ پېښو له ثبت وروسته سږ کال په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د مثبتو پېښو شمېر ٢٦٧ ته رسېږي چې په تېر ټول کال کې په هېواد کې ۲۴۴ دا ډول پېښې ثبت شوې وې.

روغتیايي متخصصین وايي، د کانګو تبه ویروسي ناروغي ده چې په مستقیم ډول د حشرې له چیچلو او یا له ناروغ کس سره د اړیکې له لارې او په غیر مستقیم ډول په ناروغۍ د اخته حیوان له وینې او غوښې سره د تماس له لارې انتقالېږي.

د عامي روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول د څانګې رييس ډاکتر شاه ولي معروفي پژواک خبري اژانس ته وویل، هر کال د لوی اختر په ورځو کې د دغې ناروغۍ پېښې زیاتېږي، ځکه خلک قرباني کوي او له دې لارې ناروغۍ ته د انتقال ډېره زمینه برابرېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، سږ کال د لوی اختر له لومړۍ ورځې تر اوسه د عامې روغتیا وزارت د یادې ناروغۍ ۱۸ پېښې ثبت کړې دي او په دې سره په روان کال کې په هېواد کې د کانګو د تبې ۲۶۷ پېښې ثبت شوې دي.

هغه له جزئیاتو پرته وویل، د دغې ناروغۍ ډېرۍ پېښې په کابل او هرات کې ثبت شوې دي.

د عامې روغیتا وزارت د معلوماتو له مخې، د هغو کسانو له ډلې چې سږ کال په دې ناروغۍ اخته شوي دي، ۳۳ سلنه مېرمنې او پاتې نور نارینه دي چې په دوی کې قصابان، چوپانان او اشپزان او نور شامل دي.

سرچېنې روښانه کړه چې د هغو ۲۶۷ کسانو له ډلې چې سږ کال په دې ناروغۍ اخته شوي، ۳۲ کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې ناروغۍ لومړۍ پېښه په ۱۳۹۲ کال په افغانستان کې ثبت شوې ده.

پژواک په ۱۳۹۴ کال کې د کانګو د ناروغانو شمېر نه دی پیدا کړى، خو د راپورونو له مخې په ۱۳۹۲ کال کې د یادې ناروغۍ ۱۸ پېښې، په ۱۳۹۳ کال کې ۶ پېښې، په ۱۳۹۵ کال کې ۱۱۶ پېښې او په ۱۳۹۶ کال کې په ټول هېواد کې د کانګو ناروغۍ ۲۴۴ پېښې ثبت شوې دي.

روغتیايي متخصصین وايي، د سردرد، سخته تبه، د ملا درد، د بندونو او عضلاتو درد، د زړه درد، نس ناستی، کانګې د سترګو سوروالی، خونريزي (لکه د ستنې په شان د کوچنیو نقطو په شکل یا پراخه خونريزي او یا د دماغ وینه) د دغه ناروغۍ نښې دي.

روغتیايي متخصصين له خلکو غواړي چې د دغو نښو تر ښکاره کېدو وروسته دې ډېر ژر د ناروغۍ د درملنې مرکزونو ته لاړ شي؛ ځکه کله چې ناروغ کس په لومړۍ مرحله کې تر درملنې لاندې ونیول شي، درملنه یې شونې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.