ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خاص اروزګان کې د ملي اردو لسګونه سرتېري خواړه نه لري

په خاص اروزګان کې د ملي اردو لسګونه سرتېري خواړه نه لري

author avatar
25 Aug 2018 - 15:10
په خاص اروزګان کې د ملي اردو لسګونه سرتېري خواړه نه لري
author avatar
25 Aug 2018 - 15:10

ترینکوټ (پژواک، ۳ وږی ۹۷): د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې مېشت د ملي اردو لسګونو سرتېرو ته له تېرو څه کم دوو میاشتو راهیسې خوراکې توکي نه دي رسېدلي او اوس له لوږې سره مخ دي.

خاص اروزګان ولسوالې له تېرو درېیو کلونو راهیسې کلابنده ده او اوس هلته یوازې د ملي اردو کمپ او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ تر دولتي حاکمیت لاندې ده.

په  خاص اروزګان ولسوالۍ کې مېشت د ملي اردو ځواکونو پژواک اژانس ته وویل، له تېرو دوو میاشتو راهیسې ورته اکمالات نه دې رسېدلي او نه د هغوی ستونزه هواره شوې ده.

په یاد کمپ کې مېشت د ملي اردو یوه سرتېري چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له بد حالت سره مخ دي.

هغه زياته کړه، له یوی خوا د طالبانو ډله ییزه بریدونه او له بلې خوا د خوراکې توکو نشتوالي دوی مجبوره کړي زیاتي ورځې په لوږه کې  تېرې کړي.

دغه سرتېری وایي، له ۴۵ ورځو راهیسې یې ډوډۍ نه ده خوړلې، یوازې یوه کم اندازه وریجې چې ور پاتې دې ترې شوله پخوي او هغه هم د خلاصېدو په حال کې ده.

نوموړى غوښتنه کوي چې غږ دې ژر واورېدل شي او ستونزو ته دې حل لاره پیدا شي.

په خاص اروزګان کې د ملي اردو ځواکونو قوماندان سید کریم اغا هم پژواک ته وویل چې سرتېري  له لوږي سره مخ دي او ډېرى مهال واښه خوري.

هغه وايي، دوی څو ځلې له ولایت او حتی له مرکز کابل سره خپله ستونزه شریکه کړې ده، خو زياتوي چې تر دې دمه ورته حل لاره نه ده پیدا شوې.

سیدکریم اغا وويل، هره ورځ پرې طالبان ډله ییز بریدونه کوي، په ټوله ولسوالۍ کې یوازې د ملي اردو کمپ او یو کور چې په کې د پولیسو قومانداني ده ، د دولت په واک کې ده.

هغه وایې، د ولسوالۍ ودانۍ، د ملي امنیت، معارف، او ټولي نورې ودانۍ د طالبانو په ولکه کې دې او ښار هم طالبانو کلابند کړی.

د ملي اردو دغه قوماندان وایې، له  تېرو درېیو میاشتو راهیسې ولسوال، امنیه قوماندان او د ملي امنیت مدیر ولسوالۍ ته نه دې تللي او په مرکز ترینکوټ کې اوسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.