ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د سرو زرو بیه لوړه شوې

په کابل کې د سرو زرو بیه لوړه شوې

author avatar
25 Aug 2018 - 18:32
په کابل کې د سرو زرو بیه لوړه شوې
author avatar
25 Aug 2018 - 18:32

کابل (پژواک،٣ وږی ٩٧): په کابل کې نن د تېرې شنبې په پرتله د سرو زرو بیه لوړه شوې؛ خو د لومړنیو موادو په بیو کې تغیير نه دی راغلی.

د کابل د تيمور شاهي سيمې زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ۲۳۰۰ څخه ۲۳۵۰ افغانیو ته لوړه شوې او د یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سرو زرو بیه له ۱۷۵۰ څخه ۱۸۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.  

نوموړي زیاته کړه، د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بیې بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغه د بیو په تغیير پورې اړه لري.

خو د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې رییس فضل الرحمن وویل، نن د تېرو اوو ورځو په شان په عمده ډول د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۲۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلو ګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجو بیه ۲۰۰۰ افغانۍ او د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ۱۰۲۰ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل ښار د منډيي چای پلورونکی نوراحمد خیر خواه وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام شین اندونيزیايي چاى په ۲۸۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام تور افریقايي چای ۳۰۰ افغانۍ پلوري.

په پرچون ډول د ځينو توکو پلور د هغه له عمده بیو سره په ځينو مواردو کې لږ خو په ځينو کې ډېر توپیر لري.

د کابل په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو پلورونکی احمد ولي پنجشېري وویل، نن د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه ۱۷۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰، ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو په ۱۳۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي ۱۱۳۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونيزیايي چاى په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چاى په ۳۵۰ افغانۍ پلوري.

د سون د موادو بیې هم په خپل حال پاتې دي.

د کابل د وزیر اباد د تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي وويل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر یو لېتر ډېزل په ۴۵ افغانۍ او یو لېتر پټرول په ۵۵ افغانۍ پلوري.

دغه راز د کابل ښار د تایمنیو د څلورم سړک ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په شان د یوې کیلو مایع ګاز بیه ۶۰ افغانۍ ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي میرحسن د معلوماتو له مخې، نن د یو امریکايي ډالر ارزښت ۷۲،۹۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۶۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د زمري په ۲۰مه د یو امریکايي ډالر بیه ۷۲،۷۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۹۷ افغانۍ بدلېدلې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.