د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته د تحصن خېمه ټوله شوه

کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته د تحصن خېمه ټوله شوه

Aug 25, 2018 - 10:18

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٧): امنيتي ځواکونو کابل او کندوز کې د ټاکنو کمېسيون د دفترونو مخې ته د اعتراض کوونکو خېمې په داسې حال کې ټولې کړې چې سياسي ګوندونه يې په ټولو ولايتونو کې د تړلو ګواښ کړى.

يو شمېر هغو کسانو چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون يې نومونه د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي نوملړ څخه لرې کړي، د تېرې (زمري) مياشتې په ٢٢مه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مخې ته خېمې درولې وې او د دغه کمېسيون دروازه يې تړلې وه.

هغوى د ټاکنيز شکايتونو کمېسيون پر ياده پرېکړه نيوکې کولې او ويل يې چې تر هغه به مدني خوځښتونو ته دوام ورکړي چې له نوملړ څخه د هغوى د نومونو د ايستلو سپيناوى نه وي شوى.

خو امنيتي ځواکونو نن سهار وختي کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مرکزي دفتر او دغه راز په کندوز کې د دغه کمېسيون ولايتي دفتر مخ ته د اعتراض کوونکو خېمې ټولې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې سياسي ګوندونو ګواښ کړى چې نن په کابل او ولايتونو کې ځکه د اعتراض په توګه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دفترونو دروازې تړي او مدني حرکتونه پيلوي چې حکومت د ټاکنو په اړه د دوى وړاندې کړې طرحه نه ده منلې.

د اوسني ټاکنيز نظام (د لېږد نه وړ واحده رايه) پر ځاى د څو اړخيز ټاکنيز نظام (اېم ډي آر) رامنځته کول او د ټاکنو په ورځ په بايومټريک سيستم د رايو ورکوونکو ثبت کول د سياسي ګوندونو له مهمو غوښتنو څخه دي.

په اېم ډي ار سيسټم کې رايې له يو تن بل او له يو ګوند بل ته د لېږد وړ دي.

په يادو ګوندونو کې حزب اسلامي، جمعيت اسلامي، وحدت اسلامي مردم، د حراست او ثبات جبهه، ملي جنبش، ملي محاذ، جبهه نوين ملي، وحدت اسلامي او نور شامل دي.

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر غړى محمدنادر افغان وايي، ټاکل شوې وه چې ګوندونه نن مدني خوځښتونه پيل کړي، خو د کابل ګارنيزيون تېره شپه د ټاکنو کمېسيون مخې ته د اعتراض کوونکو خېمې په لرې کړې او ځينې اعتراض کوونکي يې ونيول او وډبول.

هغه وايي:" همدا اوس د ګوندونو استازي راټول شوي تر څو د حکومت د دغه اقدام په غبرګون کې د څه کولو پرېکړه وکړي. په دې اړه به د ګوندونو پرېکړه له غرمې وروسته له رسنيو سره شريکه شي. "

 خو هغه وايي چې همدا اوس په ١١ ولايتونو کې د ګوندونو مدني خوځښتونه او لاريونونه پيل شوي او ټاکل شوې چې په ولايتونو کې د ټاکنو کمېسيون د دفترونو دروازې وتړي.

پژواک هڅه وکړه چې کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دفتر له مخې د اعتراض کوونکو د خېمو ټولولو په اړه د کابل پوليسو له مطبوعاتي دفتر سره خبرې وکړي، خو سم له لاسه يې معلومات ورنه کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement