کندهار (پژواک، ۳ وږی ۹۷): د ښار او کور جوړولو وزیر په کندهار ښار کې د یو شمېر پرمختیايي کارونو پيلولو خبر ورکړ چې دغه ښار به پر یوه مهم اقتصادي زون بدل کړي.
انجنیر روښان ولسمل دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر په لړ کې نن (د وږي ٣مه) د کندهار ښاروالۍ له کارکوونکو سره په لیدنه کې وکړې.
نوموړی چې مخکې د کندهار ښاروال و او اوس د ښار او کور جوړولو د وزیر په توګه ټاکل شوی وايي، په کندهار ښار کې به یو شمېر داسې پرمختیايي پروژې پلې شي چې د دغه ښار د خلکو د ژوند کيفيت پر لوړېدو او د اقتصاد پر ښه کېدو به د پام وړ اغېز وکړي.
هغه له دغو پروژو یوه په کندهار ښار کې د څلورو ترمینلونو جوړولو یاده کړه.
ده وویل، په کندهار ښار کې د څلورو عصري ترمينلونو پر پروژه کار کېږي، سیمې يې په نښه شوې او ژر ده چې د اسيا پرمختيايي بانک په مالي ملاتړ پيل شي.
ولسمشر زیاته کړه، له دې پروژې سره به کندهار ښار پر يو مهم اقتصادي زون بدل شي.
د ده په خبره، د هر ترمينل لپاره ۱۰۰۰ جريبه ځمکه بېله شوې او د ملکيت انتقال ته اماده کړل شوې ده.
دی وايي، پر دغو څلورو ځايونو به د اسيا پرمختيايي بانک له خوا عصري ترمينلونه (ترانسپورټي – تجارتي مرکزونه) جوړ شي او کندهار ښاروالۍ ته به وسپارل شي چې د اقتصادي ودې تر څنګ به د ښاروالۍ عواید لوړ بوځي او د خدماتو وړتیا به یې لوړه شي.
وزیر په کندهار ښار کې د ۱۰زره کسانو لپاره د کار برابرولو خبر هم ورکړ.
ده وویل، په کندهار ښار کې به د پاک او زرغون ښار بديل پروګرام پيل شي چې په لړ کې به يې د دغه ښار ۱۰زره تنو بېوزلو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
هغه وويل، د دغه پروګرام له لارې به په ښار کې یو شمېر لنډمهالې پروژې پلې شي.
ولسمل پر یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د کندهار ښار لپاره یو جامع ماسټر پلان جوړ چې د دغه ښار له اقتصادي څېړنو، د ښاروالۍ تر مطالعاتو به ټول ټکي په کې په پام کې نیول شوي وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن