د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې سېلابونو ۱۱ کسان مړه کړي

پېښې

ارشيف

کونړ کې سېلابونو ۱۱ کسان مړه کړي

Aug 25, 2018 - 11:47

اسعداباد (پژواک، ٣ وږى ٩٧): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې تر تېز باران وروسته سېلابونه راوتلي چې له امله یوولس کسان مړه شوي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون له غرمې وروسته د غازي اباد ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې سخت باران وشو.

هغه زياته کړه، دا سيمه غرنۍ ده او تر باران وروسته راوتلې سېلاب درې کورونه په بشپړ ډول نړولي چې له امله يې د يوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ٨ کسان او د دوو نورو کورونو درې کسان اوبو وړي او مړه شوي دي.

مصمم وايي چې دغه راز د باران او سېلاب له امله لسګونه جریبه کرنيزې ځمکې، فصلونه، ويالې او  سربندونه هم له منځه تللي دي.

د هغه په وينا، د اضطرار کمېټې او ولايت مقام ګډ پلاوى په دې اړه څېړنې پيل کړې، خو د زيانونو کچه معلومه کړي او ژر تر ژره له زيانمن شوو کورنيو سره مرستې وشي.

د غازي اباد هغه سيمې چې باران او سېلاب ځپلې، نا امنې دي او هلته ټيلېفوني اړيکې هم نه شي نيول کېداى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement