ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې لرغوني اثار د لوټېدو له ګواښ سره مخ دي

بغلان کې لرغوني اثار د لوټېدو له ګواښ سره مخ دي

author avatar
26 Aug 2018 - 11:32
بغلان کې لرغوني اثار د لوټېدو له ګواښ سره مخ دي
author avatar
26 Aug 2018 - 11:32

پلخمري (پژواک، ٤وږى ٩٧): په بغلان کې د تاریخي او لرغونو اثارو پېژندنې او ساتنې برخې مسوولین وايي چې د دغه ولایت ډېری لرغوني اثار لوټ شوي او په ځینو برخو کې يې اوس هم غیر قانوني کيندنې کېږي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر ساتنې څانګې مسوول عبدالبشیر اظهر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولايت کې ۲۶ لرغوني سیمې پېژندل شوې چې ډېری یې په کوشاني دورې پورې اړه لري.

هغه وايي چې په دې سيمو کې سرخ کوتل، چم کلا،  شمرق او زرد تر څنګ ځينې نورې سيمې هم شاملې دي چې زرګونه کاله لرغونتيا لري.

ده زياته کړه: ((دغه تاريخي اثار اوس د خرابېدو او تالان له ګواښ سره مخ دي، بايد غم يې وخوړل شي.))

بشیر زیاتوي چې په بغلان کې ۴۰ سلنه  لرغوني اثار د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې سیمو کې دي چې د خوندیتوب  په اړه یې هېڅ معلومات نه لري.

هغه زياتوي: ((له کومې ورځې چې د بغلان لرغوني اثارو سیمې د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې، له موږ سره يې د غیر قانوني کيندنو اندېښنه پیدا شوې ده.))

د نوموړي په وينا، راپورونه ورته رسېدلي چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې پاکستانيانو د لرغونو اثارو کيندل پيل کړي دي.

عبدالبشیر زیاتوي چې د دهنه غوري ولسوالۍ قومي مشرانو ورته ویلي چې د خواجه بکلات سیمې تاریخي اثار ایستل شوي دي.

ده زياته کړه: ((دغه اثار د پاکستانيانو له خوا ايستل شوي خو دا چې څومره یې ايستلي او څومره لرغونتوب يې درلود، په اړه يې معلومات نه لرم.))

د بشير د معلوماتو له مخې، تېر کال پاکستانيانو د چم کلا په سيمه کې د لرغونو اثارو په اړه کيندنې کړې وې.

د چم کلا سيمه دا مهال د طالبانو په کنټرول کې ده.

دغه راز د مرکز پلخمري يوه قومي مشر نظام الدین توخي هم وويل چې د هېواد د ځینو نورو ولایتونو په څېر په دغه ولايت کې هم تاريخي اثار د قاچاق او کيندنو له ګواښ سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.