کابل (پژواک، ۴ وږی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، سره له دې چې د لاریون کوونکو له لوري د ټاکنو د کمېسیون د دفترونو د دروازو تړلو چارو ته ډېر زیان رسولی دی، خو هڅه کوي ټاکنې د تلې په ۲۸ ترسره کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست نن له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له ۱۲ ورځو راهیسې د لاریون کوونکو له خوا د کمېسیون د دروازو تړلو د دغه ارګان چارو ته ډېر زیان اړولی دی، خو سربېره پر دې هم جدي هڅې کوي چې ټاکنې پر خپل وخت ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر له امله د دغه کمېسیون اړيکې له ټولو دولتي او غیردولتي ادارو سره پرې شوې او له ۲۰۰۰ د ډېرو تازه کارکوونکو د جذب او نورې چارې یې درېدلې دي.
د هغه په خبره، د مرکزي دفتر له بندېدلو مخکې هره ورځ له شاوخوا ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ زرو رايې ورکوونکو ځانګړنې په سیستم کې ثبتېدلې؛ خو د تېرو ۱۲ ورځو په جریان کې دوی نه دي توانېدلي چې د رایې ورکوونکو ځانګړنې په سیستم کې ثبت کړي.
حق پرست زیاته کړه: ((ټاکل شوې وه چې د رايې ورکونکو نوملړ د زمري په ۲۳مه اعلان شي؛ خو له بده مرغه د لرې شوو نوماندانو له خوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر د تړل کېدو له امله د رایې ورکوونکو نوملړ په ټاکلې نېټه اعلان نه شو.))
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند دې ته په اشاره چې په یاد کمېسیون کې د کار حجم ډېر شوی دی، وویل، سربېره پر دې هم د کمېسیون مشرتابه هڅه کوي چې ضایع وخت بېرته مديریت کړي چې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي.
هغه د ټاکنو د ترسره کېدو پر وړاندې له امنیتي ستونزو څخه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ویل، د رایې ورکولو د سیمو د امنیت ساتنې لپاره یې له امنیتي چارواکو سره خبرې کړې دي.
د نوموړي په خبره، امنیتي چارواکو له دوی سره ژمنه کړې چې د رایې ورکولو د مرکزونو او د کمېسیون د دفترونو د امنیت ساتنې لپاره له وړاندې هڅې کوي.
داپه داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له لوري د ولسي جرګې له وروستي لېست څخه د ۳۵ کاندیدانو له لرې کېدو وروسته له کابل څخه د مولوي تره خېل، قیس حسن او ضياءالحق امرخېل؛ شېرعلي احمدزي او زرداد فریادي د کوچیانو نوماندانو، له لوګر څخه اکبر ستانکزي، له کندوز څخه ښایسته باز ناصري او له اروزګان څخه امان الله هوتکي ۱۲ پرله پسې ورځې د ټاکنو د کمېسیون مرکزي او یو شمېر ولایتي دفترونه تړلي و او ويل یي، تر هغې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې د یو شمېر کاندیدانو د لرې کېدو په اړه بیا کتنه ونه کړي، دوی به لاریونونو ته دوام ورکړي.
خو د دغه کمېسیون چارواکو چې د زمري په ۲۰مه یې د ولسي جرګې ۳۵ احتمالي نوماندان پر شرایط برابر و نه ګڼل، ویلي دي، په ټولو ولایتي کمېسیونونو او ځانګړي کمېسیون کې ترسره شوې پرېکړې وروستۍ او د بدلون وړ نه دي.
په همدې حال کې تېره ورځ (د وږي ۳ مه) امنیتي ځواکونو د ولسي جرګې د لرې شوو کاندیدانو د پلویانو د تحصن ۱۵ خېمې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر له دروازې ټولې کړلې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن