ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې بزګران د پیازو د بیو له ټيټوالي شکایت لري

په سرپل کې بزګران د پیازو د بیو له ټيټوالي شکایت لري

author avatar
26 Aug 2018 - 18:24
په سرپل کې بزګران د پیازو د بیو له ټيټوالي شکایت لري
author avatar
26 Aug 2018 - 18:24

سرپل ښار(پژواک، ٤ وږی ۹۷): سږ کال د سرپل ولایت پر زرګونه جريبه ځمکې پیاز کرل شوي، خو په سرپل او نورو ولایتونو کې د پیازو د ډېر کښت له امله يې بیې ۶۶ سلنه ټيټې شوې او بزګرو ته یې زیان اړولی دی.

 د سرپل بزګران د پیازو له بازار څخه شکایت لري او وايي، د قرضې پیسې یې د پیازو په کرکېله؛ اوبو، درملو، کيمیاوي سرو او مزدورانو لګولې دي، خو د پیازو په اوسنۍ بیه خپل لګښت هم نه شي پوره کولی.

 دوی وايي، تېر کال په سرپل کې یو من پیاز له ۱۸۰ څخه تر ۲۰۰ افغانیو پلورل کېدل، خو سږ کال له ۵۰ څخه تر ۸۰ افغانیو پورې پلورل کېږي. د دوی په خبره په ګاونډیو ولایتونو کې هم د پیازو بیې راټيټې شوې دي.

د سرپل د مرکز خانقا ملیکي سیمې بزګر سيد محمدپژواک خبري اژانس ته وويل، سږ کال يې له سل جريبه پر ډېره ځمکه پیاز کرلي دي؛ ځکه تېر کال بزګرانو له دې لارې ډېر عاید ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړه، دغه ځمکه یې په ۵۰۰ زره افغانۍ اجاره کړې ده او  ۸۰۰ زره نورې افغانۍ یې په تراکتور، کیمیاوي سرې، اوبو، درملو او مزدورانو مصرف کړې دي.

نوموړی وايي: ((له بده مرغه سږ کال یو من پیاز له ۵۰ څخه تر ۸۰ افغانیو پورې پلورل کېږي چې زموږ لګښت نه شي پوره کولی.))

د سرپل د مرکزي سیمې سیداباد یو تن بزګر محمد سرور وویل، په ایران کې یې کار کاوه او د پیازو د کښت لپاره راستون شو؛ ځکه تېر کال له دې لارې بزګرانو ډېر عاید ترلاسه پیداکړی و.

هغه وویل، په شاوخوا ۵۰ جريبه ځمکه یې پیاز کرلي دي خو دا چې د پیازو بیې راټېټې شوې دي خپل لګښتونه نه شي پوره کولی.

بزګران له حکومت څخه غواړي چې له هېواد نه بهر د پیازو د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې د سرپل ولایت د کرنې ریاست رییس سیدمعین الدین عیني وويل، سږ کال په دغه ولایت کې د پیازو کرکېله زرګونه جریبو ته رسېږي؛ خو د کرنې ریاست د ناامنۍ له امله نه دی توانېدلی چې په دغه برخه کې شمېرې ترلاسه کړي.

د هغه په خبره، په دغه ولایت کې د پیازو کښت او حاصلات سږ کال د وروستیو څو کلونو په پرتله بې مخينې دي.

هغه زیاته کړه: ((له بده مرغه سږ کال به ګانډيو ولایتونو کې له مصرف څخه ډېر پیاز ترلاسه شوي او له هېواد څخه بهر هم نه لېږدول کېږي، له همدې امله په بازارونو کې د پیازو بیې ټيټې شوې دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.