ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ښوونځیو کې نجونو ته د وینې د تقویې لپاره ورکول کېدونکي تابلیت هېڅ زیان نه لري

ښوونځیو کې نجونو ته د وینې د تقویې لپاره ورکول کېدونکي تابلیت هېڅ زیان نه لري

author avatar
26 Aug 2018 - 19:05
ښوونځیو کې نجونو ته د وینې د تقویې لپاره ورکول کېدونکي تابلیت هېڅ زیان نه لري
author avatar
26 Aug 2018 - 19:05

کابل (پژواک، ۴ وږی ۹۷): د عامې روغتیا وزارت، د وینې تقویې له تابلیتونو د استفادې په اړه ګونګوسې چې ګواکې میندو کې له زېږون څخه وروسته د خونریزي او په نجونو کې د وینې کمښت لامل ګرځي، رد کړي دي.

ډاکتره زلیخا انوري چې د عامې روغتیا وزارت د امیدوارۍ په دوران کې روغتیا، مور، نوي زېږدلي ماشوم، ماشوم او ځوانانو د برخې مسووله ده، په هغې غونډه کې چې له اسهالاتو د مخنیوي درملو (او، ار، اېس) د وینې د تقویې تابلیتونو (فولیک اسید)، زینک تابلیتونو او د اوبو پاکولو تابلیتونو د معرفۍ په اړه نن په کابل کې جوړه شوې وه، وویل چې د دې ډول درملو مصرف روغتیا ته هېڅ زیان نه لري.

نوموړې زیاته کړه چې په ښوونځیو کې نجونو ته د وینې تقویې تابلیتونو وېش د هغوی روغتیا خوندي کولو لپاره ترسره کېږي او دې مسایلو ته لمن وهل چې ګواکې له دغو تابلیتونو څخه استفاده نجونې د وینې له کمښت سره مخ کوي، ناسمې اوازې دي چې د خلکو په منځ کې خپرې شوې دي.

هغې وویل: ((د افغان ولس دښمنان د خلکو ذهنیتونه د بم او راکټ پر مټ نه خرابوي او په دې طریقه خلک له منځه نه وړي، بلکې د تبلیغاتو له لارې په ټولو برخو کې چې موږ وغواړو یو مثبت ګام پورته کړو، خپل ناسم فعالیتونه ترسره کوي.))

نوموړې د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې د افغانستان ډېری خلک نالوستې دي، هغوی د تحلیل او مطالعې توان نه لري او پر دې نه پوهېږي چې ایا د وینې کمښت تابلیتونه د عقامت لامل ګرځي اوکه نه؟

هغې څرګنده کړه: ((اوس خلک کولی شي چې د انټرنېټ له لارې معلومات ترلاسه کړي، په هېڅ ځای کې نه دي ویل شوي چې د اوسپنې تابلیتونه د عقامت لامل کېږي، بلکې مېرمنې او نجونې له ډېرو اختلالاتو او ناوړه پایلو چې وروسته بیا د مور او ماشوم ژوند ته زیان اړوي، مخنیوی وکړي.))

د هغې په وینا، د میندو او ماشومانو ۵۶ سلنه مړینه له زېږون وروسته د وینې ضایع کېدو له امله رامنځته کېږي، که د یوې امیدوارې مور بدن بشپړه اوسپنه ولري، ډاکتران کولی شي چې له زېږون وروسته له خونریزي څخه مخنیوی وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ډاکتر احمدجان نعیم په دې غونډه کې وویل چې د عامې روغتیا وزارت د هېواد وګړو د لا ډاډ لپاره غواړي چې د رسنیو په همکارۍ د یو شمېر درملو کڅوړې خلکو ته ور وپېژني.

هغه زیاته کړه: ((د افغانستان په روغتیايي برخه کې ستونزې د درملو کیفیت او کارولو په اړه د ناکافي پوهاوي له امله رامنځته شوې دي، له دې امله د عامې روغتیا وزارت غواړي چې د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې له هېوادوالو سره مرسته وکړي څو له روغتیايي تولیداتو په اغېزمن ډول استفاده وکړي.))

نعیم یادونه وکړه چې یوه مور او پیغله لور باید هره ورځ د فولیک اسید یو تابلیت وخوري، څو د وینې له کمښت سره مخ نه شي.

هغه په ښوونځیو کې د وینې کمښت تابلیتونو ته په اشارې سره زیاته کړه: ((که مور او پلار او کورنۍ اندېښنه لري، له ښوونځیو سره په اړیکه کې وي، ښوونځی ته دې راشي او د درملو قوطي دې وګوري چې ایا په رښتیا د اوسپنې تابلیت دي که نه؟ زه ډاډه یم چې درمل په خورا ټیټه بیه له مشهورو کیفیت لرونکو خارجي کمپینو څخه واردېږي.))

د افغانستان د ټولنیزې بازارموندنې بنسټ اجرائیه مشر ډاکتر محمد ابراهیم حیدر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې د مور او ماشوم روغتیایي وضعیت د نورو هېوادونو په پرتله ناسم دی.

هغه د تودوخي په موسم کې له پنځو کلونو د ټیټ عمر ماشومانو کې د نس ناستې ستونزې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې باید خلکو ته معلومات ورکړل شي څو د اسهالاتو مخنیوي لپاره دې د او ار اېس له پوړیو ګټه واخلي.

دغه راز هغه د هېواد په کچه بله جدي ستونزه د څښاک اوبو ککړتیا بولي او ویې ویل چې د اوبو پاکولو لپاره باید د (اکواتپس) له تابلیتونو څخه استفاده وشي.

هغه د وینې کمښت د میندو او نجونو روغتیا پر وړاندې ستره ستونزه وګڼله او وړاندیز یې وکړ چې د له منځه وړلو لپاره یې باید له فولیک اسید تابلیتونو څخه استفاده وشي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.