د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بغلان کې لرغوني اثار د لوټېدو له ګواښ سره مخ دي

بغلان کې لرغوني اثار د لوټېدو له ګواښ سره مخ دي

Aug 26, 2018 - 11:32

پلخمري (پژواک، ٤وږى ٩٧): په بغلان کې د تاریخي او لرغونو اثارو پېژندنې او ساتنې برخې مسوولین وايي چې د دغه ولایت ډېری لرغوني اثار لوټ شوي او په ځینو برخو کې يې اوس هم غیر قانوني کيندنې کېږي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر ساتنې څانګې مسوول عبدالبشیر اظهر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولايت کې ۲۶ لرغوني سیمې پېژندل شوې چې ډېری یې په کوشاني دورې پورې اړه لري.

هغه وايي چې په دې سيمو کې سرخ کوتل، چم کلا،  شمرق او زرد تر څنګ ځينې نورې سيمې هم شاملې دي چې زرګونه کاله لرغونتيا لري.

ده زياته کړه: ((دغه تاريخي اثار اوس د خرابېدو او تالان له ګواښ سره مخ دي، بايد غم يې وخوړل شي.))

بشیر زیاتوي چې په بغلان کې ۴۰ سلنه  لرغوني اثار د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې سیمو کې دي چې د خوندیتوب  په اړه یې هېڅ معلومات نه لري.

هغه زياتوي: ((له کومې ورځې چې د بغلان لرغوني اثارو سیمې د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې، له موږ سره يې د غیر قانوني کيندنو اندېښنه پیدا شوې ده.))

د نوموړي په وينا، راپورونه ورته رسېدلي چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې پاکستانيانو د لرغونو اثارو کيندل پيل کړي دي.

عبدالبشیر زیاتوي چې د دهنه غوري ولسوالۍ قومي مشرانو ورته ویلي چې د خواجه بکلات سیمې تاریخي اثار ایستل شوي دي.

ده زياته کړه: ((دغه اثار د پاکستانيانو له خوا ايستل شوي خو دا چې څومره یې ايستلي او څومره لرغونتوب يې درلود، په اړه يې معلومات نه لرم.))

د بشير د معلوماتو له مخې، تېر کال پاکستانيانو د چم کلا په سيمه کې د لرغونو اثارو په اړه کيندنې کړې وې.

د چم کلا سيمه دا مهال د طالبانو په کنټرول کې ده.

دغه راز د مرکز پلخمري يوه قومي مشر نظام الدین توخي هم وويل چې د هېواد د ځینو نورو ولایتونو په څېر په دغه ولايت کې هم تاريخي اثار د قاچاق او کيندنو له ګواښ سره مخ دي.

ده وویل: ((په بغلان کې ځینې سیمې داسې دي چې په ښکاره زیارتونه دي خو په اصل کې لرغوني اثار دي چې د وخت په تېرېدو سره زيارتونه پرې جوړ شوي او له همدې امله دي چې تر اوسه ساتل شوي دي.))

په دې اړه په بغلان کې د صفر دوولس قطعې د درېیم ټولي قوماندان څارمن محمد نذیر وايي: ((په بغلان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا موږ ته د لرغونو اثارو ځايونه په نښه شوي او زموږ قطعه يې د ساتلو مسووليت لري.))

د نوموړي په وينا، دوى ته د  ٢٦ تاريخي سيمو د امنيت ساتلو مسووليت سپارل شوى خو په وروستيو جګړو يې ځينې سيمې له لاسه ورکړې دي چې د تاريخي اثارو په اړه يې هېڅ معلومات نه لري.

ده زياته کړه: ((په بغلان کې تاريخي اثار په لرو پرتو او غرنيو سيمو کې دي، خو زموږ پرسونل ډېر کم دى چې بايد زموږ د پرسونل شمېر لوړ شي.))

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي وو چې طالبان هېچا ته د تاريخي سيمو د کيندنې اجازه نه ورکوي.

د يادونې ده چې د بغلان تر څنګ د هېواد په بېلابېلو برخو کې تاريخي اثار په غير قانوني ډول کيندل کېږي، بيا پاکستان، ايران او نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement