ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان له ډنډغوري بېځایه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

د بغلان له ډنډغوري بېځایه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

author avatar
26 Aug 2018 - 15:34
د بغلان له ډنډغوري بېځایه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي
author avatar
26 Aug 2018 - 15:34

پلخمري (پژواک، ٤ وږى ٩٧):  د بغلان د مرکز پلخمري اړوند د ډنډغوري سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړو له امله نورو سيمو ته کډه شوي او اوس له ستونزو سره مخ دي.

په همدې اړه د وږي په څلورمه د ډنډغوري د ساقي کلي اوسېدونکي شاه زمان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کلي امنیتي حالت ورځ تر بلې خرابېده؛ نو ځکه دوى اړ شول چې ښار ته کډه وکړي.

دی وايي: ((دوه میاشتې وشوې چې ښار کې په کرایي کور اوسېږو، تر اوسه مو له کومې ادارې مرستې هم نه دي ترلاسه کړې، له دې وروسته د کور د کرايې توان هم نه لرو، حیران يو څه وکړو.))

د یادې سیمې يوه بل اوسېدونکي شیرخان هم پژواک ته وویل چې د جګړو له امله ډېرې کورنۍ د ډنډغوري له سيمې کډه شوې دي.

شېر خان وویل: ((د دوو میاشتو په موده کې له ۷۰ کورونو ډېر کلیوال د جګړې له وېرې کډه شوي، که حالت همداسې دوام وکړي، د کلي ۳۰۰ ټولې کورنۍ به کډه شي.))

شېرخان زیاتوي، کلی یې د پلخمري – مزار لويې لارې تر څنګ پروت دی، نو کله چې جګړه وشي، بيا لار د څو ساعتونو د مسافرو پر مخ تړلې وي.

د دې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په ډنډغوري کې پاتې کورنۍ وايي چې په کلي کې یې اوسېدل له خپل ژوند سره لوبې کول دي ځکه هغو چې وس درلود امن سیمو ته کډه شول خو هغوى چې د کډې کولو توان نه لري، په نا امنۍ کې شپې ورځې تېروي.

بل لور ته د بغلان اړوند چارواکي هم ياده موضوع تاييدوي.

د دغه ولايت د کډوالو چارو ریيس نعیم کاکړ پژواک ته وویل چې د جګړو له امله د پسرلي له پيله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي.

کاکړ وايي: ((تر دې وړاندې مو څو ځلې د ډنډغوري له سلګونو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کړې دي او که دا نوې بېځايه شوي کورنۍ هم موږ ته مراجعه وکړي، نو موږ به ورسره مرسته وکړو.))

د يادونې ده، ډنډغوري د بغلان تر ټولو نا امنه سیمه ده چې ډېری وخت په کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.