ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ولسي جرګې د نوماند حاجي جلال الدین صالحي قاتلان دې قانون ته وسپارل شي”

“د ولسي جرګې د نوماند حاجي جلال الدین صالحي قاتلان دې قانون ته وسپارل شي”

author avatar
26 Aug 2018 - 17:02
“د ولسي جرګې د نوماند حاجي جلال الدین صالحي قاتلان دې قانون ته وسپارل شي”
author avatar
26 Aug 2018 - 17:02

کابل (پژواک، ۴ وږى ۹۷): په کابل کې د کورنیو چارو وزارت مخې ته راټول شوو اعتراض کوونکو د ولسي جرګې د نوماند حاجي جلال الدین صالحي قاتلینو ته د جزا ورکولو، د درېیو نیول شوو کسانو د خلاصون او د نوموړي پر کور د برید د لاملونو د په ډاګه کولو غوښتنه وکړه.

اعتراض کوونکو دغه غونډه نن ماسپښین یوه نیمه بجه وروسته له هغه پای ته ورسوله چې د لاریون کوونکو یوه پلاوي د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل او ويي ويل، د کورنیو چارو وزیر د دوی غوښتنو ته د رسېدو وعده ورکړې ده.

د ولسي جرګې نوماند حاجي جلال الدین تېره ورځ په شکر دره ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د عملیاتو په پای کې په خپل کور کې ووژل شو او ورور یې ټپي شو. دغه راز دولتي ځواکونو د صالحي بل ورور او دوه ساتونکي نیولي دي.

نن د شکردرې ولسوالۍ شاوخوا ۲۵۰ کسان د صالحي له خښولو وروسته کابل ته راغلل، د کورنیو چارو وزارت مخې ته یې اعتراضیه غونډه وکړه او د صالحي د وژل کېدو د لامل غوښتنه یې وکړه.

اعتراض کوونکو د مرګ پر اشرف غني، مرګ د کورنیو چارو پر وزیر، مرګ د ملي دفاع پر وزیر، مرګ د ملي امنیت پر رییس او مرګ پر یهودو او نصراوو شعارونه ورکول.

د حاجي جلال الدین صالحي د کاکا زوی او اعتراض کوونکي مصطفی صالحي پژواک خبري اژانس ته وویل: ((زموږ پر حریم تېرۍ شوی دی، حاجي صېب په کور کې و چې د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ د ملي امنیت ۰۱ قطعې د هغه په کور برید وکړ؛ موږ د دغه برید او وژنې د لامل د څرګندېدو غوښتنه کوو، که زموږ غوښتنو ته رسېدنه ونشي د کابل ـ شمال لویه لار به وتړو.))

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي چې په دغه برید کې لاس نه لري.

مصطفی د جلال الدین پر کور برید وغانده او زیاته یې کړه: ((حاجي جلال الدین د حکومت او امنیتي ځواکونو همکار و، که هغه مجرم و نو نیوه به يې، که حاجي جلال الدین ته یې جلب هم لږلی وای نو هغه په خپله ورته.))

د جلال الدین صالحي ورور صلاح الدین صالحي له نورو اعتراض کوونکو سره یو ځای د کورنیو چارو له وزیر ویس احمد برمک سره تر لیدو وروسته لاریون کوونکو ته وویل: ((موږ دوه غوښتنې لرلې، دواړه مو له داخلې وزیر سره شریکې کړې، یا به تر بلې دې ورځې اویا تر سبا سهار درې بندیان خوشي کېږي او تر راتلونکو څلورو ورځو به د صالحي د وژنې لاملونه او قاتلین معلوموي، پرته له دې به موږ بیا لاس په کار کېږو.))

نوموړي هم وویل، ورور مې له کوم دلیل او جرم پرته وژل شوی دی او قاتلان یې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړه: ((د کورنیو چارو وزیر د ملي امنیت له رییس سره تر ټيلېفوني اړیکې وروسته وویل، که د یاد برید لپاره مناسب دلایل موجود نه وي د ملي امنیت د ۰۱ قطعې رییس به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.))

نوموړي د شکردرې له اوسېدونکو او د صالحي له پلویانو وغوښتل چې تر راتلونکو څلورو ورځو د لاریون نه کوي او د حکومت د ژمنو عملي کېدو ته د په تمه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.