ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا د اله ساى ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

د کاپيسا د اله ساى ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

author avatar
26 Aug 2018 - 11:26
د کاپيسا د اله ساى ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی
author avatar
26 Aug 2018 - 11:26

محمود راقى(پژواک، ٤ وږى ٩٧): د کاپيسا ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د اله ساى ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوى دى.

د اله سای ولسوال غلام نقشبند ساپي د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د ولسوالۍ په ظلم خېلو سیمه کې عمليات کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې د عملياتو پر مهال د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال مولوي اصف له دوو نورو وسله والو سره وژل شوی دی.

ساپى وايي چې د عملياتو پر مهال هوايي بمبار هم شوى، خو چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

د اله سای د علاقدارۍ سيمې اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل چې د شېراغا په نوم د  يو طالب پر کور هوايي بريد شوى چې له امله يې ياد کور ړنګ شوى دى.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې دوه د اله سای اوسېدونکي او د کندوز ولایت یو طالب هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، څه موده مخکې د کاپيسا ولايت لپاره د طالبانو والي له يو بل ولسوال سره وژل شوی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.