کابل (پژواک، ٤ وږی ٩٧): ډاکتر عبدالله وايي، ترورېزم ګډ نړیوال ګواښ دی، له هغه سره مبارزه د سیمې او نړۍ د هېوادونو مرستې ته اړتیا لري.
د حکومت اجرائیه رییس دغه خبره نن د کرواشیا له ولسمشرې سره د لیدو پر مهال وکړه.
د هغې مطبوعاتي خبرياڼې له مخې چې نن پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې اجرائیه رییس په سپېدار ماڼۍ کې له مېرمن کولیندا گرابار کیتاروویچ سره وکتل.
عبدالله په مزارشریف کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو په چوکاټ کې له افغانستان ځواکونو سره د کرواسي ځواکونو له مرستې او ملاتړه مننه وکړه او ويي ويل، په اوسنیو شرایطو کې له تروريزم سره د مبارزې، د سولې راتلو او راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ مهم دی.
اجرائیه رییس په هېواد کې روان سیاسي او امنیتي وضعیت ته په اشاره وویل: ((سیاسي ثبات او ښه حکومتولي له تروريزم سره د مبارزې او اوسني وضعيت ښه کېدو لپاره ګټور دي.))
ډاکتر عبدالله د خپلو خبرو په دوام کې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه او ویې ویل، تروريزم ګډ نړیوال خطر دی او له هغه سره مبارزه د سیمې او نړۍ د هېوادونو مرستې ته اړتیا لري.
د کرواسیا ولسمشرې وویل، هېواد یې د تېر په څېر له تروريستانو سره د جګړې په برخه کې له افغان ځوانو سره مرستې ته تیار دی.
مېرمن کولیندا گرابار کیتاروویچ په مزارشریف کې له خپلو سرتېرو سره د لیدو یادونه وکړه او ويې ویل، په افغانستان کې سوله او ارامي د ټولو هېوادونو لپاره مهم دي او کرواسیايي ځواکونه به د افغان ځواکونو د ملاتړ او روزنې او په دغه هېواد کې د امنیت راوستو په برخو کې هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.
د کرواسیا ولسمشرې له افغانستان سره د اقتصادي او ډيپلوماتیکو اړیکو پر پراخیتا ټينګار وکړ او ويي ويل، دواړه هېوادونه اوږدې اړیکې لري او اوس په بېلابېلو برخو کې د مرستو زیاتېدو وخت دی.
په دغه جریان کې دواړو لورو د سولې د خبرو، د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو، په افغانستان کې د سولې راتلو او له تروريزم سره د مبارزې په برخو کې د سیمه ییزو مرستو، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د سراتېژۍ، په مزارشریف کې له افغان ځواکونو سره د کرواسیايي ځواکونو د مرستو پر اغېز او دغه راز په هېواد کې د سیاسي او امنیتي اوضاع په اړه خبرې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن