مزارشريف (پژواک، ٤ وږی ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د چادريو پلورونکي دوکانداران وايي چې په وروستيو کلونو کې د چادرۍ پلور نيم په نيمه راټيت شوی او ځاى يې تور حجاب نيولى دی.
دوی وايي چې ښار کې دننه د بورکې استعمال ټيټې کچې ته را رسېدلی خو زياتوي چې برعکس بيا د تور حجاب استعمال زيات شوی دی.
د ښځو د حقونو فعالانې بيا وايي چې د چادرۍ له استعمال سره ميرمنې د حقارت احساس کوي او دې ته خوشاله دي چې پر ځای يې حجاب وکارول شوي.
له دې سره ديني عالمان هم وايي چې په اسلام مقدس دين کې د حجاب په اړه ټول شرايط واضح شوي دي.
چادري (بورکه) په افغانستان کې د مېرمنو لخوا ډېره استعمالېدونکې جامه ده چې ډېری وخت يې ښځې له کور څخه بهر ته د تګ پر مهال پر ځان را کشوي.
د ځان پټولو دغه وسيله که څه هم د ډېری مېرمنو لپاره ګرانه تمامېږي، خو بيا هم چادري د افغاني فرهنګ مهم اړخ ګرځېدلې او په ډېری کورنيو کې يې استعمال جبري دی.
خو اوس اوس په مزارشريف ښار کې د چادريو پلورونکي وايي چې د بورکې پلور ټيټې کچې ته را رسېدلی دی.
هغوی زياتوي چې اوس ډېری مېرمنې د چادري پر ځای تور حجاب استعمالوي چې ورسره د بورکې کارونه کمه شوې ده.
محمد ابراهيم له تېرو ۲۰ کلونو راهيسې په مزارشريف ښار کې د چادري پلورلو دوکان لري.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وروستيو دوو کلونو کې د چادرۍ پلور تر ټولو ټيټې کچې ته را رسېدلی دی.
هغه زياته کړه: ((پخوا به مې هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې چادريانې خرڅولی؛ خو اوس په ورځ کې له ۵ څخه تر ۸ چادريو پورې پلورل کېږي.))
نوموړي په داسې حال کې په دوکان کې پر راځوړند شوو چادريانو يې لاس تېراوه، پژواک ته يې وويل چې ور ورو د چادري ځای، تور حجاب نيسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن