کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٧): امنيتي ځواکونو د کابل د څرخي پله په دروازه کې٤٠٠ جعلي تذکرې په يو موټر کې کشف او ضبط کړې او په تړاو يې يو کس هم نیول شوی دی.
دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي نن په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي دي.
هغه وايي چې دغه تذکرې له کاپيسا ولايت څخه په يو کرولا موټر کې کابل ته لېږدول کېدې.
رحيمي وايي چې د موضوع په تړاو جدي پلټنې پيل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په روان کال کې ميليونونو کسانو ته تذکرې ووېشل شوې، تر څو له دې لارې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې چې ټاکل شوې د تلې په ٢٨مه تر سره شي، ګډون وکړي.
په دې موده کې د ډېرو جعلي تذکرو د جوړېدو خبرونه هم خپاره شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن