د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې د هوايي بريد له امله ١٣ داعش وسله وال وژل شوي

کونړ کې د هوايي بريد له امله ١٣ داعش وسله وال وژل شوي

Aug 26, 2018 - 12:14

اسعداباد (پژواک، ٤ وږى ٩٧): ځايي چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ١٣ داعش وسله وال وژل شوي دي.

په ختيځ  کې د پوليسو د ۲۰۲ شمشاد ساحوي زون  قوماندانۍ له خوا د وږي په ٤مه پژواک  خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بهرنيو ځواکونو د کونړ د څوکۍ ولسوالی اړوند د بدګوړ په سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو بريونو کې د قوماندان ياسين په ګډون لس داعشي وسله وال وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په هوايي بريدونو کې د داعش وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د کونړ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فريدالله دهقان هم دغه بريدونه او داعش ته اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړه.

هغه زياته کړه چې دغه بريدونه د داعشيانو پر يوه مرکز شوى، خو بل چا ته په کې زيان نه دى اوښتى.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement