کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٧): د کروشيا ولسمشره وايي، هېواد به یې له افغانستان سره په اقتصادي، روغتیایي، ټولنیزو، انکشافي او فرهنګي برخو کې همکاریو ته ادامه ورکړي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د کروشیا ولسمشرې مېرمن کولیندا ګرابار کیتارویچ سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، وکتل.
سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍکې ترسره شوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې، اوربند، ترهګرۍ ضد مبارزې، راتلونکو ټاکنو او د هر اړخیزو مرستو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د کروشیا جمهور رئیسې وويل، له افغانستان سره ځانګړې مینه لري او هېواد به یې د غوڅ ملاتړ ماموریت چوکاټ کې له افغانستان سره اقتصادي، روغتیایي، ټولنیزو، انکشافي او فرهنګي برخو کې همکاریو ته ادامه ورکړي.
هغې زياته کړه، هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین غوښتونکی دی.
نوموړې ولسمشر غني ته بلنه ورکړه چې د اقتصادي ټیم او خصوصي سکتور د استازو په ملتیا په مناسب وخت کې کروشیا ته سفر وکړي.
اشرف غني مېرمن کولیندا ګرابار او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ کروشیا ته د سفر د بلنې له امله له هغې څخه مننه وکړه.
نوموړي د افغانستان د خلکو په استازیتوب په بېلابېلو برخو کې د کروشیا د همکاریو قدرداني وکړه.
هغه وویل، د اروپا بازارونه زموږ لپاره زیات ارزښت لري او د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه به د افغانستان زعفرانو، جلغوزیو او نورو صادراتي توکو ته د بازار موندنې لپاره ګډ کار وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن