کابل (پژواک، ۵ وږی ۹۷) افغانستان د کرکټ په لومړۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې ایرلینډ ته د ۲۱ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
ددې لوبې پچه ایرلینډ وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه. افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوخیدلو سره ۲۲۸ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته یې د ۲۲۸ منډو هدف ورکړ.
دافغانستان له لوري ګلبدین نایب ۶۴ ، حشمت الله شهیدی ۵۴ ، رحمت شاه ۲۹ او اصغر افغان ۲۵ منډې جوړې کړې.
د ایرلیند لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۴۹ اورونو کې په ۱۹۸ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۲۹ منډو په توپیر سره وګټله.
دافغانستان له لوري افتاب عالم ، محمد نبي او راشد خان دوه، دوه ، مجیب او ګلبدین یو یو لوبغاړی وسوځولو.
ګلبدین نایب غوره لوبغاړی اعلان شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن