ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسيې او تاجکستان پر افغان خاورې بمبار رد کړ

روسيې او تاجکستان پر افغان خاورې بمبار رد کړ

author avatar
27 Aug 2018 - 17:47
روسيې او تاجکستان پر افغان خاورې بمبار رد کړ
author avatar
27 Aug 2018 - 17:47

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٧) : روسيې او تاجکستان د افغانستان پر خاوره د هوايي بريدونو ادعاوې رد کړې .

د تخار د  والي وياند او امنيه قو ماندانۍ ويلي و چې  د تاجکستان الوتکو د درقد ولسوالۍ پر سرحدي سيمو پر افغان خاورې بمبار کړى او ٦ وسله وال طالبان چې قاچاقبران هم وو، وژل شوي دي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې په دې هوايي عملياتو کې روسي الوتکو هم برخه اخيستې وه.

خو روسي رسنيو د دفاع وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړى چې روسي الوتکو په دې بمباريو کې برخه نه لرله.

سرچينې زياته کړې چې روسي الوتکو د افغانستان او تاجکستان پر سرحدي سيمو هېڅ ډول عملياتو کې برخه نه ده اخيستې.

بلخوا د تاجکستان د ملي امنيت کمېټې هم دا راپورونه رد کړي چې ګوندې الوتکو يې پر افغان خاورې هوايي بريدونه کړي دي.

سرچينې زياته کړې، ځواکونو يې د افغانستان سرحد ته نږدې په خپله خاوره کې د ترهګرو او قاچاقبرانو پر ضد عمليات کړي دي.

يادې کمېټې روسي اژانس اټارټاس ته ويلي چې دغه سخت دريځي وسله وال پرون له پولې را اوښتي او دوه تاجکي وګړي يې وژلي وو.

سرچينې زياته کړې، تر لسو زياتو وسله وال د تاجکستان خاورې ته ورغلي او بيا يې بريدونه کړي وو.

بلخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش هم پژواک اژانس ته وويل  چې بريد تاجکي ځواکونو په خپله خاوره کې د افغانستان له سرحد سره نږدې کړى دى.

هغه زياته کړه، هلته د قاچاقبرو، ترهګرو او تاجکي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې دواړو  خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دى وايي، دا ساحه جنګل کهنه طاهري نومېږي، چې ددواړو هېوادونو ګډه پوله تشکيلوي، خو جګړه د تاجکستان په خاوره کې شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.