ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د افغانيو د بشپړ چلښت په موخه کمپاين پيل شو

په ننګرهار کې د افغانيو د بشپړ چلښت په موخه کمپاين پيل شو

author avatar
27 Aug 2018 - 12:10
په ننګرهار کې د افغانيو د بشپړ چلښت په موخه کمپاين پيل شو
author avatar
27 Aug 2018 - 12:10

جلال اباد (پژواک، ۵ وږی ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې سر له نن څخه په دغه ولايت کې د افغانیو د بشپړ چلښت د تطبیق چارې پیل شوې او د یوې میاشتې په موده کې به عملي شي .

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۵مه پژواک اژانس ته وويل چې د افغانيو د بشپړ چلند په اړه دا پرېکړه د والي په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې وشوه.

هغه زیاته کړه، د ننګرهار والي حیات الله حیات په مشرۍ د افغانستان بانک د مسوولینو، جلال اباد ښاروالۍ او اصنافو تر منځ د پاکستانۍ کلدارو د مخنیوي او افغانیو چلند د دودولو په موخه مشورتي ناسته کې پرېکړه وشوه.

د نوموړي په وينا، د دې پرېکړې د تطبیق په موخه به یې سر له ننه چارې پیلېږي او د یوې میاشتې په موده کې به په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې بشپړه راکړه ورکړه پر افغانیو ترسره کېږي.

د والي د وياند د معلوماتو له مخې، په ياده ناسته کې د اصنافو او کسبګرو اتحادیې مسوولینو عزیز الرحمن عرب، شکرالله جلندري او یو شمېر نورو د کلدارو پر ځای د افغانیو چلښت د دودولو په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه شریک کړل او په خپلو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

والي حیات الله حيات د جلال اباد ښاروالۍ مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د یوې اوونۍ په موده کې په جلال اباد ښار کې ټولو اصنافو ته پر افغانیو د توکو لازم نرخونه ورکړل شي او د همدغو نرخونو له مخې دې پرې د افغانیو چلښت عملي کړای شي .

نوموړي همدا راز د افغانستان بانک مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې له دې وروسته له سلګون څخه ښکته نوټونه له مراجعینو څخه واخلي او په دې برخه کې له هېڅ ډول همکارۍ څخه ډډه ونه کړي .

حیات وايي د افغانیو چلند د عملي کولو په موخه به له دې وروسته هغه هټۍ او مارکېټونه چې په کې پاکستانۍ کلدارې کارول کېږي، د جرمانې پر ځای وتړي .

ننګرهار والي زياته کړه، ټولو ادارو ته به په رسمي ډول سپارښتنه وکړي، هغه مراجعین او مامورین ادارو ته پرې نه ږدي چې په جېبونو کې یې پاکستانۍ کلدارې وي .

د دې ناستې په ترڅ کې د یادو پرېکړو د تطبیق لړۍ له نن څخه پیل او د یوې میاشتې په موده کې په بشپړ ډول د افغانیو د چلښت پرېکړه وشوه.

بلخوا عام خلک او د نظر خاوندان د ولايتي ادارې د دې پرېکړې هرکلی کوي، خو په دې برخه کې د جديت غوښتنه هم کوي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي غلام الله پژواک ته وويل، که د حکومت جديت او د ولس همکاري موجوده وي، ډېر ژر به افغانۍ چلښت پيدا کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.