ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې درې زره کسان د شاتو د توليد په برخه کې کار کوي

پکتيا کې درې زره کسان د شاتو د توليد په برخه کې کار کوي

author avatar
27 Aug 2018 - 14:50
پکتيا کې درې زره کسان د شاتو د توليد په برخه کې کار کوي
author avatar
27 Aug 2018 - 14:50

ګردېز (پژواک، ٥ وږى ٩٧): د پکتيا د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې له دغه ولايت څخه هر کال د شاتو  اووه سوه ټنه حاصل ترلاسه کېږي چې په نورو ولايتونو کې یې ساری نه ليدل کېږي.

بل لور ته د شاتو مچيو روزونکي هم وايي چې په پکتيا کې د شاتو کاروبار خورا زيات دی، خو په خبره يې تر اوسه ورته اړوندو ادارو هېڅ پام نه دی کړی.

يوه مچۍ لرونکي صاحب جمال د زمري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال يې د اوبو د کموالي او وچکالي له امله د شاتو حاصلات يو څه اغېزمن شوي، خو په خبره يې اوس يې هم د څو ډوله ګلونو د شاتو حاصلات ترلاسه کړي دي.

جمال شاتو ته د بازارموندنې غوښتنه کوي او وايي: ((له حکومته زموږ دا خواهش دی چې د مارکېټ زمينه برابره کړي چې خپل شات مارکېټ ته وړاندې کړو او په ښه بيه يې خرڅ کړو.))

دغه راز خان نواز د مچيو يو بل روزونکی دی چې شاوخوا دوه سوه او پنځوس صندوقه مچۍ لري او وايي چې د حکومت د نه پاملرنې له امله د افغانستان ډېری شات د پاکستان په نوم او نښان نورو هېوادونو ته صادرېږي.

نواز پژواک ته وويل: ((غوښتنه مو دا ده چې مارکېټ جوړ شي او زموږ شات خرڅ شي، له پاکستانه راخلاص شو او دلته په افغانستان کې مارکېټ راته جوړ شي او خارج ته يې ولېږو چې پاکستان يې لېږي، خو افغانستان دې ولېږي.))

همدارنګه سيد عسکر بيا د ژمي په موسم کې د مچيو د خوړو د نه شتون او د مچيو له نوو پيدا شوو دوه ناروغيو شکايت کوي چې په خبره يې د شاتو حاصلات اغېزمن او د مچيو د نوو زېږېدلو بچيو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

عسکر وايي: ((په ژمي کې يو د خوراکي توکو مشکل لرو او بل دا چې سږ کال دا دوه قسمه بېمارۍ پيدا شوې چې ټول فارمونه ترې متاثره دي او د درملو د نه لرلو له امله يې ډېر مشکلات پېښ کړي دي.))

په پکتيا کې د شاتو پلورونکي بيا د شاتو د معياري پروسـس او بسته بندۍ نه شتون لويه ستونزه يادوي او وايي چې د ښه کيفيت لرونکي شات له دې امله په ارزانه بيه پلورل کېږي.

د دوی له ډلې اسدالله پژواک ته وويل چې دمګړۍ د شاتو د بسته بندي لپاره پلاستيکي کوتي هم له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راغواړي او په ګردېز کې د شاتو د پروسـس او بسته بندۍ مرکز د جوړېدو غوښتنه کوي.

نوموړی وايي: ((شات اصلي راوړو، خو په بيه د بدل رانه ځي؛ ولې په دې چې موږ هېڅ شی نه لرو چې خلکو ته معلوم شي چې دا سم شی دي، معياري پروسـس او پېکنګ نشته؛ تر اوسه د پېکنګ معياري ډبي نه لرو. دلته د شاتو دومره زيات توليد شته، نو په ګردېز کې د پروسـس مرکز هم غواړو.))

د اسدالله د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې نږدې ١٥ ډوله شات توليديږي چې د يوې کيلو بیه یې له ٢٥٠ تر زرو افغانيو پورې رسېږي.

دغه راز د اړوندې موضوع په اړه د کرنې رييس وليد احمد تسل پژواک ته وويل چې په پکتيا کې کابو سل زره صندوقه د شاتو مچۍ شته چې له هر صندوق څخه په کال کې په منځني ډول اووه کيلوګرامه شات ترلاسه کېدی شي.

تسل دغه د شاتو خورا زيات ظرفيت يادوي چې په خبره يې تر اوسه ورته پام نه دی شوی او که تر منظمې څارنې لاندې يې ساتنه او پالنه وشي، نو په خبره يې نورو هېوادونو ته به هم صادر شي.

نوموړی وايي چې د شاتو مچيو روزونکو په يواځې توګه فعاليت کاوه، خو اوس يې د شاتو د مچيو د روزنکو اتحاديه جوړه کړې چې د شاتو د مچيو توليد او پالنه به ورسره ښه او منظمه شي.

تسل وويل: ((يو لک صندوقه مچۍ ډېر لوی ظرفيت دی او زه فکر نه کوم چې د هېواد په بل هېڅ ولايت کې دې موجود وي. که د شاتو په مچيو پانګونه کېږي، نو پکتيا زون د دې لپاره کاملاً مساعد او ډېر غټ پوتانشيل دلته موجود دی. که دې ته رشد ورکړو، نو په لويو تجارتي او صادراتي اقلامو کې به د پکتيا د مچيو شات هم شامل وي.))

د شاتو مچيو د روزونکو ټولنې مشر حاجي عبدالله وايي چې په پکتيا کې د شاتو د مچيو شاوخوا شپږ سوه فارمونه او په هر فارم کې شاوخوا دوه سوه صندوقونه مچۍ شته چې درې زره کسان په کې په کار بوخت دي.

عبدالله د مچيو فني روزنه، د اسانتياوو برابرول، معياري توليد او بازار موندنه اړينه بولي چې په خبره يې د يادې اتحاديې له لارې به کار ورته وکړي.

دی وايي: ((په پکتيا کې څه کم شپږ سوه فارمونه وجود لري چې دا د افغانستان په سطحه لوړه زنبورداري ده، خو له دې مخکې له زنبورداري حکومت يا نور څوک خبر نه و، موږ کوشـش شروع کړی و، چې دا منسجم کړو او تر يوې ادارې لاندې يې راولو.))

دا په داسې حال کې ده چې د شاتو تر څنګ د افغانستان يو شمېر نور توليدات هم د ګاونډې هېواد پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادرېږي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.