ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ژمنه شويو لويو پروژو کارونه لا هم نه دي پيل شوي

پکتيا کې د ژمنه شويو لويو پروژو کارونه لا هم نه دي پيل شوي

author avatar
27 Aug 2018 - 10:30
پکتيا کې د ژمنه شويو لويو پروژو کارونه لا هم نه دي پيل شوي
author avatar
27 Aug 2018 - 10:30

ګردېز (پژواک، ٥ وږى ٩٧): د پکتيا ولايتي شورا غړي او عام خلک وايي چې په دغه ولايت کې د کال ډېر وخت تېر شوی، خو لا هم د ژمنه شوو لويو او مهمو پروژو کارونه نه دي پيل شوي.

دوی نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې د ژمي د ژر را رسېدو له امله کاري وخت کم وي او بايد د کال له پيل سره سم د رغنيزو پروژو چارې پيل شي.

په دې اړه د پکتيا ولايتي شورا غړي ممتاز کرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر غني ګردېز ته په وروستي سفر کې د ګردېز- زرمت سړک، صنعتي پارک، د امنيې قوماندانۍ ودانۍ او د مامورينو ښارګوټي پروژې پرانيستې، خو د شاوخوا څلور مياشتو په تېرېدو يې لا هم عملي چارې نه دي پيل شوې.

کرخېل وويل چې تشې وعدې پر حکومتي ادارو د خلکو باور کموي او په کار ده چې د ژمنه شوو پروژو چارې په لازم مديريت سره پيل شي؛ ځکه په خبره يې په سړه هوا کې رغنيز کارونه په سم کيفيت نه شي ترسره کېدی.

نوموړی وايي، د ولسمشر د ژمنه شوو پروژو له ډلې يوازې وارداتي برېښنا وصل شوې، خو نور يې د وېش چارې په ټپه ولاړې دي.

ده وويل: ((په ژمي کې په پکتيا کې هېڅ نوع پروژه او د ابادي کارونه نه کيږي، دولت بايد نور ولس ته د دروغو وعدې ورنه کړي او کله چې يوه پروژه ځنډېږي ولايتي اداره مکلفه ده چې ولس ته په ډاګه ووايي چې په دې پروژه کې دغه مشکل راغلی، څو ولس ورسره مرسته وکړي.))

دغه راز په ګردېز کې مدني فعال زيارت ګل تاثير پژواک ته وويل چې والي او وزيرانو د ګردېز حلقوي سړک، د ولايت مقام، مېلمستون او د پوهنې رياست د څلوېښت ښوونځيو د ودانيو، د بالاحصار رغولو، د کرکټ بورډ له خوا د زون په کچه د لوبغالي او اکاډميو رغولو، روحاني بابا ولسوالي فعالولو او د سړک جوړولو، د دوو لويو سړخونو جوړولو او ځينې نورې ژمنې کړې چې تر اوسه يې عملي کارونه نه دي پيل شوي.

تاثير وايي: ((د ګردېز او دوو ولسواليو پر ماسټر پلانونو کار نه دی شوی، د پوليسو تشکيل، د امنيتي حوزو فعالول، پکتيا ته واقعاً د لومړۍ درجې د امتيازاتو ورکول کېدل او نور ډېری کارونه تر اوسه د کاغذ پر مخ پاتې دي.))

د ګردېز اوسېدونکی اجمل مسعودزی وايي چې بايد د پروژو پلان او ډيزاين په ژمي او عملي چارې يې بايد په نوي کال کې پيل شي، څو کارونه پر خپل وخت ترسره شي.

مسعودزی د مچلغو بند پر چارو هم نيوکه کوي او وايي چې اړوند شرکت په درېیو کلونو کې د دغه بند د جوړولو ژمنه کړې، خو په خبره يې تر اوسه د دغه بند د سروې لس سلنه چارې هم نه دي ترسره شوې.

ده وويل: ((ولسمشر، والي او وزيرانو ډېرې وعدې کړې، خو تر اوسه هېڅ کار نه دی شروع شوی؛ هغو سيمو کې چې امن دی، هم کار نه دی شروع شوی، دوه مياشتې وروسته خو ژمی راځي، بيا خو هېڅ کار نه کېږي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار یې وکړ چې حکومت بايد هر څه ژر د پروژو چارې پيل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.