ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان په اړه د مسکو غونډه وځنډېده

د افغانستان په اړه د مسکو غونډه وځنډېده

author avatar
27 Aug 2018 - 18:24
د افغانستان په اړه د مسکو غونډه وځنډېده
author avatar
27 Aug 2018 - 18:24

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٧) :  د روسيې د بهرنيو چارو وزير او ولسمشر اشرف غني ترمنځ د يوې ټيلېفوني اړيکې پر مهال دافغانستان د سولې په اړه د مسکو د کېدونکې ناستې د ځنډولو پرېکړه وشوه.

ټاکل شوې وه چې د روسيې، چين، ايران او د منځنۍ اسيا هېوادونو په ګډون د افغانستان  د سولې په اړه په مسکو کې ناسته د راتلونکې ستمبر مياشتې په څلورمه ترسره شوې واى.

روسيې افغانستان او امريکا ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې وه، خو دواړو هېوادونو د نه ګډون اعلان کړى و.

خو د وسله والو طالبانو د قطر دفتر پلاوي په دغې غونډه کې د ګډون پرېکړه کړې وه.

له ارګ څخه د وږي په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف نن ولسمشر اشرف غني سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، په دغې ټيلېفوني خبروکې پرېکړه وشوه چې د لا زياتې امادګۍ او موثريت په خاطر به د مسکو ناسته وځنډول شي، تر څو دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې لپاره چمتووالی ونيسي، افغانستان او د روسيې دولت به په ګډه د دغې ناستې مديريت او کوربه توب وکړي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز وويل شول چې په دغه موده کې به د افغانستان حکومت په کور دننه سلا مشورو ته دوام ورکړي او هم به د دواړو هېوادونو ترمنځ ټيمونه د ناستې د څرنګوالي او وخت معلومولو په خاطر ګډ کار وکړي.

ارګ وايي، ولسمشر په دغې اړيکه کې په افغانستان کې د دايمي سولې د ټينګښت په خاطر د نړيوالو او سيمه ييزو دوستانو او شريکانو په ځانګړي ډول د روسيې فدراتيف دولت د هڅو قدرداني وکړه.

هغه زياته کړه، د کابل په دويم کنفرانس کې د سولې هر اړخيزه برنامه چې د افغانستان د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره په مشورې او د نړيوالې ټولنې په ملاتړ جوړه شوې وه، سرتاسري او تلپاتې سولې ته د رسېدو ټول اساسي اصول يې ټاکلي دي. 

ولسمشر غني وويل، په دې خاطر چې اصلي او اساسي اصول چې هغه د افغانانو په مالکيت سوله ده په پام کې ونيول شي او هره هغه پروسه چې په دې برخه کې کار کوي، بايد په پوره همغږۍ ورته امادګي ونيول شي، نو د دغو ناستو موثريت به زيات کړي.

سرچينه  زياتوي، په دغې ټيلېفوني مکالمه کې د روسيې د بهرنيو چار وزير وويل : (( موږ هم د افغانانو په مالکيت سوله غواړو او په دې برخه کې هرې اغېزمنې همکارۍ ته چمتو يو او د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ به هره هڅه او همکاري ترسره کړو. ))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.