د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تاجکستان الوتکو د افغانستان پر خاوره بمبار کړى

د تاجکستان الوتکو د افغانستان پر خاوره بمبار کړى

Aug 27, 2018 - 10:49

تالقان (پژواک، ٥ وږى ٩٧): د تخار ځايي چارواکي وايي چې د تاجکستان الوتکو د دغه ولايت د درقد ولسوالۍ پر مربوطاتو بمبار کړى دی.

د تخار د والي وياند جواد هجري د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون له غرمې وروسته له تاجکستان سره پر ګډه پوله د  درقد ولسوالۍ د جنګل په سيمه کې د قاچاقبرانو او تاجکستان سرحدي ځواکونو تر منځ نښته وشوه چې په کې دوه تاجکي سرحدي پولیس ووژل شول.

د والي وياند وايي چې نن سهار اووه بجې د تاجکستان د هوايي ځواک الوتکو د درقد ولسوالۍ د جنګل پر سيمې هوايي بريد وکړ چې له امله يې دوه قاچاقبران وژل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د جنګل سيمه له څو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده.

خو د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند خليل اسير وايي، چې دتاجکستاني الوتکو په هوايي بريد کې ٦ تنه طالبان وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

هغه پژواک ته وويل، چې دوى پر سرحد قاچاق هم کاوه، چې تر هوايي بريد لاندې راغلل.

وسله والو طالبانو او تاجکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، پخوا هم د تخار په سرحدي سيمو کې د قاچاقبرانو او تاجکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.

تېره مياشت د روسيې او تاجکستاني ځواکونو د افغانستان سرحد ته نږدې ګډ پوځي تمرينات هم کړي وو.

دغه هوايي بريد په داسې حال کې شوى چې څو ورځې مخکې د افغانستان د فضا واک له بهرنيانو افغان ځواکونو ته وسپارل شو او په کابل کې يو مجهز رادارسيستم هم فعال شو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement