د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

روسيې او تاجکستان پر افغان خاورې بمبار رد کړ

روسيې او تاجکستان پر افغان خاورې بمبار رد کړ

Aug 27, 2018 - 17:47

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٧) : روسيې او تاجکستان د افغانستان پر خاوره د هوايي بريدونو ادعاوې رد کړې .

د تخار د  والي وياند او امنيه قو ماندانۍ ويلي و چې  د تاجکستان الوتکو د درقد ولسوالۍ پر سرحدي سيمو پر افغان خاورې بمبار کړى او ٦ وسله وال طالبان چې قاچاقبران هم وو، وژل شوي دي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو چې په دې هوايي عملياتو کې روسي الوتکو هم برخه اخيستې وه.

خو روسي رسنيو د دفاع وزارت د چارواکو په حواله خبر ورکړى چې روسي الوتکو په دې بمباريو کې برخه نه لرله.

سرچينې زياته کړې چې روسي الوتکو د افغانستان او تاجکستان پر سرحدي سيمو هېڅ ډول عملياتو کې برخه نه ده اخيستې.

بلخوا د تاجکستان د ملي امنيت کمېټې هم دا راپورونه رد کړي چې ګوندې الوتکو يې پر افغان خاورې هوايي بريدونه کړي دي.

سرچينې زياته کړې، ځواکونو يې د افغانستان سرحد ته نږدې په خپله خاوره کې د ترهګرو او قاچاقبرانو پر ضد عمليات کړي دي.

يادې کمېټې روسي اژانس اټارټاس ته ويلي چې دغه سخت دريځي وسله وال پرون له پولې را اوښتي او دوه تاجکي وګړي يې وژلي وو.

سرچينې زياته کړې، تر لسو زياتو وسله وال د تاجکستان خاورې ته ورغلي او بيا يې بريدونه کړي وو.

بلخوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش هم پژواک اژانس ته وويل  چې بريد تاجکي ځواکونو په خپله خاوره کې د افغانستان له سرحد سره نږدې کړى دى.

هغه زياته کړه، هلته د قاچاقبرو، ترهګرو او تاجکي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې دواړو  خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دى وايي، دا ساحه جنګل کهنه طاهري نومېږي، چې ددواړو هېوادونو ګډه پوله تشکيلوي، خو جګړه د تاجکستان په خاوره کې شوې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم دا راپورونه رد کړي، چې ګوندې د طالبانو او تاجکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې هلته طالبان نشته، پېښه له قاچاقبرانو سره شوې او دوى ورسره هېڅ ډول تړاو نه لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement