د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عبدالله، حنیف اتمر پیاوړی مدير وباله او په استعفا یې تاسف څرګند کړ

عبدالله، حنیف اتمر پیاوړی مدير وباله او په استعفا یې تاسف څرګند کړ

Aug 27, 2018 - 20:16

کابل (پژواک، ۵ وږی ۹۷): اجرائیه رییس د ملي امنیت د مرستیال حنیف اتمر په استعفا د تاسف څرګندولو تر څنګ په هېواد کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو څخه په اندېښنې ښودلو سره له امنیتي چارواکو وغوښتل چې د امنیت د ټینګېدو په برخه کې دې جدي ګامونه پورته کړي.

دغه راز اجرائیه ریاست په ننګرهار کې د افغانستان لپاره د داعش د مشر سعد ارهابي وژل کېدل په هېواد کې د امنیت د ښه کېدو لپاره اغېزمن وباله او ویې ویل، د دغې ډلې د یو مشر وژل کېدل د هېواد د راتلونکې امنیت لپاره مثبت ګام دی.

افغان او بهرنیو ځواکونو دوه ورځې مخکې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼيو ولسوالۍ په ځنګل سیمه کې د افغانستان لپاره د داعش مشر سعد ارهابي له لسو ملګرو سره یو ځای وواژه.

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو په شورا کې د سولې په راوستو ټینګار وکړ او ويې ویل، سره له دې چې دولت د لوی اختر په رارسېدو اوربند اعلان کړ، خو له بده مرغه وسله والو طالبانو ونه مانه.

هغه دې ته په اشارې چې اوربند د خلکو په غوښتنه او په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره وشو، وویل: ((له بده مرغه چې طالبانو د خلکو او افغان دولت هیلې رد کړې او جګړې ته یې دوام ورکړ، خو باید ووایم چې د ملي یووالي د حکومت او خلکو د سولې ژمنه اوس هم په افغانستان کې موجوده ده.))

ولسمشر غني د افغانستان د خپلواکۍ پر ورځ له طالبانو سره درې میاشتینی (د عرفات له ورځې تر ميلادالنبي پورې ) مشروط اوربند اعلان کړ او ويې ویل، دا اوربند په داسې حال کې عملي کېږي چې طالبان یې هم ومني.

دغه راز عبدالله په افغانستان کې د سولې لپاره د هېوادونو له رښتینو هڅو هرکلی وکړ او ويې ویل، په افغانستان کې د سولې لپاره هر ګام باید د افغانانو په مشرۍ پورته شي، ترڅو د سولې پروسه تر پوښتنې لاندې رانه شي.

اجرائیه رییس په افغانستان کې له روان امنیتي وضعیت څخه په اندېښنې ښودلو سره له امنیتي چارواکو وغښتل چې د امنیت د ټينګښت لپاره جدي کارونه وکړي.

نوموړي د حنیف اتمر په استعفا د تاسف څرګندولو تر څنګ وویل، د نوموړي له تکلیفونو باید قدرداني وشي، ځکه د افغانستان له خلکو یې تر وروستیو شېبو ښه استازيتوب وکړ.

هغه په ډاګه کړه: ((له سیاسي ملاحظاتو بېرون واقعیت دا دی چې اتمر قوي مدير و او د ملي یووالي په حکومت کې یې په ویاړ او توانايی دنده ترسره کړه.))

په کابل او غزني کې له وروستیو بریدونو وروسته ولسشمر غني د ملي امنیت له سلاکار، د ملي دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو وغوښتل چې له شرط پرته دې استعفا ورکړي.

دوه ورځې مخکې د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر له دندې استعفا ورکړه او د هغه پر ځاى په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب په دغه دنده وګومارل شو. په همدې موخه تېره ورځ د امنیتي ارګانونو درېیو چارواکو استعفا وکړه، خو ولسمشر یې استعفاوې ونه منلې.

عبدالله وویل: ((زه د اجرائیه رییس په توګه د افغانستان حلکو ته ډاډ ورکوم چې زما پوره ژمنه د نظام ساتل او د ټاکنو بهیر ته تلل دي او تر هغې به ان شاءالله زموږ هېڅ پرېکړه او ملاحظه د ملي یووالي د بدنامولو لامل نه شي.))

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement