د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

له انساني قاچاق سره د مبارزې سیمه ییز سازمان جوړېږي

له انساني قاچاق سره د مبارزې سیمه ییز سازمان جوړېږي

Aug 27, 2018 - 16:29

کابل (پژواک، ٥ وږی ٩٧): له انساني قاچاق سره د مبارزې د سیمه ییز سازمان د جوړېدو لپاره نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان د مدني ارګانونو د استازو غونډه ترسره شوه.

د چټکو مرستو او پراختیا موسسې (OFRD) رییس محمد شعیب ناصري له (انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په پولو کې د ټولنیزو مدني ارګانونو ترمنځ د مرستو د پراختیا) تر عنوان لاندې په کابل کې د جوړې شوې غونډې د پیل په مراسمو کې وویل، قاچاق په افغانستان، د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې لویه ستونزه ده او باید جدي مبارزه ورسره وشي.

هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې له دغې پدیدې سره د ګډې مبارزې لپاره د یادو هېوادونو د مدني بنسټونو یوه ګډه شبکه رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړه، د یادې شبکې جوړېدو په اړه د ټولو هېوادونو د استازو په دې جوړه شوې غونډه کې د شبکې د غړو، فعالیتونو او نورو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

د هغه په خبره، د انساني قاچاق د ډولونو په اړه عامه پوهاوی او د قربانیانو لپاره یې د عدالت غوښتنه د دې شبکې عمده موخې دي.

ناصري وویل، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د عدليې وزارت تر چوکاټ لاندې له انساني قاچاق سره د مبارزې سکرتریت د عامه پوهاوي، د سلام وطندار او پژواک خبري اژانس له لارې د څېړنیزو راپورونو خپرول، د کاري پلان ترتیب، انلاین ډېټابیس او نور، له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې د حکومت او دغه بنسټ مهم کارونه دي.

د کډوالی د عامل د نړيوال سازمان (IOM) ځانګړي استازي او رییس لورېنس هارټ په دې غونډه کې د یادو پنځو هېوادو ترمنځ د ګډ سازمان جوړېدو پر اهمیت خبرې وکړې او هغه یې ډېره مهمه وبلله.

هغه وویل، اړتیا ده چې له انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره د اړوند حکومتي او مدني بنسټونو تر منځ په پوره همغږۍ کار وشي.

هغه انساني قاچاق د سیمې او نړۍ لپاره ګډه ستونزه وبلله او زیاته یې کړه: ((له انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره باید د عمل پلان ولرو او د دغه ډول غونډو تر جوړېدو ډېر عمل وکړو.))

لورېنس له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې په افغانستان کې د ترسره شوو پروګرامونو او په دې اړه د پژواک خبري اژانس او سلام وطندار له لوري د څېړنیزو راپورونو د خپرېدو ستاینه وکړه.

د کډوالو او انساني قاچاق پر ضد د مبارزې سکرتریت مسوول نایف ریاضت په دې ناسته کې وویل، د هېوادونو د ګډ سازمان جوړېدل ډېر مهم دي.

نوموړي زیاته کړه، په مخکنۍ غونډه کې چې تېر کال په تاجکستان جوړه شوې وه، د دغه سازمان پر جوړېدو خبرې شوې وې او دا یو وړاندیز و.

چارواکي وايي، په افغانستان کې جګړه، بېوزلي او بېکاري هغه لاملونه دي چې په دغه هېواد کې د انساني او کډوالو پر قاچاق اغېز کوي.

په افغانستان کې د انساني قاچاق کره شمېرې نه دي موجودې خو د چټکو مرستو او پراختیا موسسې(OFRD) د پروګرامونو مدېر احمد شبیر صافي وویل، په دغه هېواد کې د حکومتي او غیرحکومتي بنسټونو لخوا د انساني قاچاق په اړه یوه کره سروې پیل شوې چې د روان کال تر پایه به پوره شي.

د یادونې ده، سبا د دې غونډې د پایلو په اړه رسنیو ته معلومات ورکوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement