کابل (پژواک، ٥ وږی ٩٧): له انساني قاچاق سره د مبارزې د سیمه ییز سازمان د جوړېدو لپاره نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان د مدني ارګانونو د استازو غونډه ترسره شوه.
د چټکو مرستو او پراختیا موسسې (OFRD) رییس محمد شعیب ناصري له (انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په پولو کې د ټولنیزو مدني ارګانونو ترمنځ د مرستو د پراختیا) تر عنوان لاندې په کابل کې د جوړې شوې غونډې د پیل په مراسمو کې وویل، قاچاق په افغانستان، د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې لویه ستونزه ده او باید جدي مبارزه ورسره وشي.
هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې له دغې پدیدې سره د ګډې مبارزې لپاره د یادو هېوادونو د مدني بنسټونو یوه ګډه شبکه رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړه، د یادې شبکې جوړېدو په اړه د ټولو هېوادونو د استازو په دې جوړه شوې غونډه کې د شبکې د غړو، فعالیتونو او نورو مسایلو په اړه خبرې شوې دي.
د هغه په خبره، د انساني قاچاق د ډولونو په اړه عامه پوهاوی او د قربانیانو لپاره یې د عدالت غوښتنه د دې شبکې عمده موخې دي.
ناصري وویل، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د عدليې وزارت تر چوکاټ لاندې له انساني قاچاق سره د مبارزې سکرتریت د عامه پوهاوي، د سلام وطندار او پژواک خبري اژانس له لارې د څېړنیزو راپورونو خپرول، د کاري پلان ترتیب، انلاین ډېټابیس او نور، له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې د حکومت او دغه بنسټ مهم کارونه دي.
د کډوالی د عامل د نړيوال سازمان (IOM) ځانګړي استازي او رییس لورېنس هارټ په دې غونډه کې د یادو پنځو هېوادو ترمنځ د ګډ سازمان جوړېدو پر اهمیت خبرې وکړې او هغه یې ډېره مهمه وبلله.
هغه وویل، اړتیا ده چې له انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره د اړوند حکومتي او مدني بنسټونو تر منځ په پوره همغږۍ کار وشي.
هغه انساني قاچاق د سیمې او نړۍ لپاره ګډه ستونزه وبلله او زیاته یې کړه: ((له انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره باید د عمل پلان ولرو او د دغه ډول غونډو تر جوړېدو ډېر عمل وکړو.))
لورېنس له انساني قاچاق سره د مبارزې په برخه کې په افغانستان کې د ترسره شوو پروګرامونو او په دې اړه د پژواک خبري اژانس او سلام وطندار له لوري د څېړنیزو راپورونو د خپرېدو ستاینه وکړه.
د کډوالو او انساني قاچاق پر ضد د مبارزې سکرتریت مسوول نایف ریاضت په دې ناسته کې وویل، د هېوادونو د ګډ سازمان جوړېدل ډېر مهم دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن