ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د وسله وال پوځ یونیفورم کې به د نساجي کورني تولیدات وکاروي

ولسمشر غني: د وسله وال پوځ یونیفورم کې به د نساجي کورني تولیدات وکاروي

author avatar
27 Aug 2018 - 14:10
ولسمشر غني: د وسله وال پوځ یونیفورم کې به د نساجي کورني تولیدات وکاروي
author avatar
27 Aug 2018 - 14:10

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٧): ولسمشر غني وايي، حکومت د صنعت د ودې لپاره ځانګړې برنامه لري او حاضر دى چې د وسله‌وال پوځ د یونیفورم په جوړولو کې د کورنیو نساجیو تولیدات وکاروي.

نوموړي دغه خبرې نن سهار د هېواد د صنعتکارانو خونې له یو شمېر مرکزي او ولایتي مسوولینو سره د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې په کتنه کې کړې دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پیل کې صنعتکارانو د هېواد د صنعت ودې ته د ولسمشر له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه، وې ویل، دا مهال افغانستان په ۳۲ تولیدي سکتورونو کې بشپړې ځان بسیاینې او په ۲۲ نورو برخو کې نیمه ځان بسیاینې ته رسېدلی چې د حکومت په ملاتړ به دا برخې هم په بشپړ ډول په ځان بسیا شي.

دوی په خپلو خبرو کې د صنعت په برخه کې لا زیاتې پانګونې ته چمتووالی وښود او د قاچاق په مخنیوي کې یې د حکومت هڅې وستایلې.

دوى وويل، د لومړي ځل لپاره د تورخم په تاریخ کې قاچاق بند شوی دی او همدارنګه یې د صنعت د ودې، د صنعت پر وړاندې د پرتو خنډونو او د صنعتي پارکونو د انکشاف او احیا لپاره خپل مشخص وړاندیزونه جمهور رئیس ته وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې ولسمشر غني د هېواد د تولیدي اقتصاد په ودې او پانګونې کې د صنعت کارانو رول مهم وباله او د دوی د هڅو قدرداني یې وکړه.

ده وویل، حکومت د صنعت د ودې په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی او د صنعت د ودې لپاره ځانګړې برنامه لري.

نوموړي له صنعتکارانو وغوښتل چې د صنعت د ودې په ځانګړي ډول د باد او لمریزې برېښنا د تولید او نساجۍ په برخو کې پانګونه وکړي، وې ویل، حکومت حاضر دی چې صنعتکارانو ته د لمریزې انرژۍ د وسایلو د تولید لپاره پارک او ځمکه په اختیار کې ورکړي او د وسله‌وال پوځ د یونیفورم په جوړولو کې د کورنیو نساجیو تولیدات وکاروي.

ده زياته کړه: "د قاچاق مخنیوی د حکومت لومړیتوب دی او دا چې تاسې وویل، تورخم کې د قاچاق مخه نیول شوې ده، نورو بندرونو او لارو کې چې د قاچاق امکان موجود وي، حکومت به د هغو د مخنیوي لپاره هم هڅې ګړندۍ کړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.