ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: ځوان نسل دې افغان شموله فکر ولري

ولسمشر غني: ځوان نسل دې افغان شموله فکر ولري

author avatar
27 Aug 2018 - 14:44
ولسمشر غني: ځوان نسل دې افغان شموله فکر ولري
author avatar
27 Aug 2018 - 14:44

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٧): ولسمشر غني وايي، زموږ ځوان نسل باید افغانستان شموله فکر وکړي، خپل هېواد ښه وپېژني او د پوهې ترلاسه کولو په برخه کې هڅې وکړي چې څه ډول د خلکو ژوند بدل کړي.

نوموړي دغه خبرې نن له غرمې مخکې د روان کال د کانکور له ممتازو زده کوونکو سره په کتنه کې کړې دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د روان کال د کانکور ممتاز زده کوونکي تقدیر کړل.

سرچينه کاږي چې په دې کتنه کې ولسمشر غني يادو زده کوونکو ته وويل: "تاسې سره زموږه ژمنه په کانکور کې شفافیت و او نن په کانکور کې د مداخلې مخه نیول شوې. زموږ د ټولو مسوولیت دی چې په ټولو پروسو کې شفافیت رامنځته کړو."

نوموړې پر دې په ټینګار چې ځوانان د افغانستان ممثل دي، وویل، ځوان نسل باید د هېواد د اوسني او راتلونکي مالکیت ولري او له هغو ظرفیتونو او امکاناتو چې د هېواد په دننه او بهر کې برابر شوي، د خپلې پوهې او علمې سویې د لوړولو په خاطراستفاده وکړي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزیر نجیب‌الله خواجه عمري د هېواد له لوړو زده کړو د ولسمشر له ملاتړه مننه وکړه او وې ویل، د کانکور ټیم د شفافې ازموینې لپاره زیاتې هڅې  وکړې او سږني کانکور کمې ستونزې لرلې.

نوموړي دې ته په اشارې چې د کانکور پروسې د خلکو باور جلب کړی، زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت د سږني کانکور د غوره زده کوونکو تشویقي ملاتړ کړی او د ځینو لپاره تحصیلي بورسونه هم په پام کې نیول شوي دي.

وروسته د ۱۳۹۷ کال د کانکور عمومي اول نومرې تهمینې پاینده د کانکو د ممتازو زده کوونکو په استازیتوب خبرې وکړې او د ولسمشر له ملاتړه په مننې یې وویل، نوی نسل مسوولیت لري چې په هره برخه کې غوره واوسي او د تعلیم ترڅنګ، د هغوی روزنه هم په لومړیتوبونو کې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.