د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کابل کې ناپېژانده کسانو د هوايي ځواک دوه منسوبين پر ډزو ووژل

کابل کې ناپېژانده کسانو د هوايي ځواک دوه منسوبين پر ډزو ووژل

Aug 27, 2018 - 14:20

کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٧): ناپېژانده وسله والو نن سهار د افغانستان د هوايي ځواک دوه منسوبين د کابل ښار د پنځلسمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې پر ډزو وژلي دي.

د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون د قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار شاوخوا شپږ بجې دوو موټرسايکل سپرو ناپېژانده وسله والو د يادې حوزې اړوند په خواجه بغرا سيمه کې وکړ.

ده د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په بريد کې دواړه وژل شوي کسان د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک قوماندانۍ منسوبين دي.

خو د ملي دفاع وزارت يوه سرچينه وايي چې له وژل شويو کسانو څخه يو پيلوټ او بل يې د الوتکو د تخنيک انجنير دى.

چارواکي وايي، بريدکوونکي له سيمې تښتېدلي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

پر يادو کسانو د بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement