تالقان (پژواک، ٥ وږى ٩٧): د تخار ځايي چارواکي وايي چې د تاجکستان الوتکو د دغه ولايت د درقد ولسوالۍ پر مربوطاتو بمبار کړى دی.
د تخار د والي وياند جواد هجري د وږي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون له غرمې وروسته له تاجکستان سره پر ګډه پوله د درقد ولسوالۍ د جنګل په سيمه کې د قاچاقبرانو او تاجکستان سرحدي ځواکونو تر منځ نښته وشوه چې په کې دوه تاجکي سرحدي پولیس ووژل شول.
د والي وياند وايي چې نن سهار اووه بجې د تاجکستان د هوايي ځواک الوتکو د درقد ولسوالۍ د جنګل پر سيمې هوايي بريد وکړ چې له امله يې دوه قاچاقبران وژل شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د جنګل سيمه له څو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده.
خو د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند خليل اسير وايي، چې دتاجکستاني الوتکو په هوايي بريد کې ٦ تنه طالبان وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.
هغه پژواک ته وويل، چې دوى پر سرحد قاچاق هم کاوه، چې تر هوايي بريد لاندې راغلل.
وسله والو طالبانو او تاجکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، پخوا هم د تخار په سرحدي سيمو کې د قاچاقبرانو او تاجکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.
تېره مياشت د روسيې او تاجکستاني ځواکونو د افغانستان سرحد ته نږدې ګډ پوځي تمرينات هم کړي وو.
دغه هوايي بريد په داسې حال کې شوى چې څو ورځې مخکې د افغانستان د فضا واک له بهرنيانو افغان ځواکونو ته وسپارل شو او په کابل کې يو مجهز رادارسيستم هم فعال شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن