ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د کرکټ جوړېدونکو بېټونو د پاکستاني هغو بازار سوړ کړی

خوست کې د کرکټ جوړېدونکو بېټونو د پاکستاني هغو بازار سوړ کړی

author avatar
28 Aug 2018 - 15:13
خوست کې د کرکټ جوړېدونکو بېټونو د پاکستاني هغو بازار سوړ کړی
author avatar
28 Aug 2018 - 15:13

خوست ښار (پژواک، ۶ وږی ۹۷): په خوست ولايت کې د کرکټ يو شمېر لوبغاړي او سوداګر وايي چې اوس تر ډېره په افغانستان کې له توليد شوو بېټونو ګټه اخلي او د پاکستاني بيټونو بازار يې خراب کړى دى.

په دغه ولايت کې د کرکټ بېټونو د توليد کار خانه چې په دې وروستيو کې فعاله شوې، د خوست تر څنګ د افغانستان ګڼو ښارونو ته خپل توليد شوي بېټونه ورکوي.

د بېټونو جوړولو دغه کوچنۍ فابريکه د خوست ښار لوېديځ ته په يوه کرايي کور کې فعاليت کوي.

دې فابريکې ته په ننوتلو سره د سړي سترګې په يو شمېر کسانو لګېږي چې د لرګيو په اره کولو، تراشلو او د ځينو نورو چارو په ترسره کولو لګيا وي.

د دې فابريکې مسوول ارسلا خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى دلته د کرکټ څلور مختلف ډوله بېټونه جوړوي.

نوموړي زياته کړه چې يو ډول بېټ د سپکو توپونو (ټينس بال) لپاره، بل ډول د (هارډ يا سخت بال) لپاره او دوه ډول نور سپک او درانه بيټونه دي چې د خلکو له خوښې سره سم يې جوړوي او بيا یې بازار ته عرضه کوي.

د هغه په وينا، د دې کارخانې پر فعالېدو يې شاوخوا څلور ميليونه افغانۍ پانګونه کړې ده او په منځنۍ کچه د ورځې ۱۵۰ بېټونه توليدوي.

ارسلا خان وايي: ((دغه بېټونه له سپېدار لرګي جوړوو، له باميان او غزني نه يې راوړو. د بېټ لاستي او ربړونه له پاکستان نه راوړو. خو مهم شی يې لرګی دی چې دا مو د افغانستان خپل توليد دی.))

د فابريکې مسوول زياتوي چې پر خوست سربېره د پکتيا، پکتيکا، کندهار، هلمند، ننګرهار او د کابل مارکېټونو ته هم په کافي اندازه بېټونه عرضه کوي.

نوموړی زياتوي چې په دې سره په خوست کې د کرکټ لوبغاړو ته دا زمينه هم برابره شوې چې خپل توليد شوي بېټونه په ټیټه بيه او ښه کيفيت سره ترلاسه کړي.

ارسلا وايي: ((کيفيت يې ډېر ښه دی، د کوم لرګي بېټ چې له پاکستانه راځي، هغه دروند دی. د افغانستان لرګی هم سپين دی او سپک دی، نو په دې اساس لوبغاړي د افغانستان له لرګي توليد شوی بېټ ښه خوښوي.))

د هغه په وينا، يو پاکستانى ښه بېټ په ١٢٠٠ کلدارې کېږي، خو د دوى د ښه کيفيت بېټ په ٧٠٠ يا ٨٠٠ کلدارو ترلاسه کېداى شي چې هم يې بيه ټيټه ده او هم يې کيفيت ښه دى.

محمدالرحمن په خوست ښار کې د سپورتي توکو هټۍ لري، خو ډېر سروکار يې د کرکټ لوبې اړوندو توکو سره دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، مخکې له دې لوبغاړو پاکستاني بېټونه ډېر خوښول خو اوس په کور دننه توليد شوي بېټونه ښه بازار لري.

ده زياته کړه: ((له پاکستان نه چې کوم بېټ راځي، يو په اته سوه، نهه سوه، زر او يوولس سوه کلدارې قيمت لري، خو په خوست کې توليد شوی ښه بېټ د اوو سوو نه ډېر قيمت نه لري او کيفيت يې هم تر هغو ډېر ښه دی.))

سيدالرحمن په خوست کې د کرکټ لوبغاړی دی چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې کرکټ کوي. دی وايي چې په دې موده کې يې له پاکستاني بېټونو کار اخيستی.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، اوس دا د وياړ ځای دی چې له بهره د وارد شوو بېټونو پر ځای په کور دننه توليد شوو بېټونو د کرکټ لوبه کوي.

سيدالرحمن وويل: ((يو خو دا زموږ خپل توليد دی او بل يې کيفيت ښه دی. پخوا به له پاکستانه راتلل او بيه به يې هم لوړه وه، اوس موږ خپل توليد لرو او خوښ يو چې له دې ګټه اخلو.))

په همدې حال کې د کرکټ يوه سيمه ييز لوبڅار محمدشاه فضليار پژواک خبري اژانس ته وويل، کوم بېټونه چې په ياده کارخانه کې جوړېږي، پر ټولو معيارونو برابر دي.

هغه د لوبغاړو لپاره دا يو ښه فرصت وباله چې د خپلې خوښې بېټونه په لوړ کيفيت او په ښه بيه وپېري.

فضليار زياتوي: ((په اوس وخت کې د کرکټ ټول بغاړي له دغو بېټونو خوښ دي؛ ځکه چې داخلي توليد دی او د دوی د غوښتنې پر اساس برابر شوي دي.))

د لوبه کرکټ سپورتي موسس رحيم ګل څاروان وايي چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د کرکټ لوبه ډېره وده او پرمختګ کړى، مينه وال او لوبغاړي يې هم زيات شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په نړيواله کچه د افغان کرکټ لوبډلې د لاسته راوړنو له امله په هېواد کې دننه د لوبغاړو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي چې ورسره د کرکټ د وسايلو تقاضا هم ډېره شوې ده.

نوموړي خوښي وښوده چې په هېواد کې دننه د کرکټ لوبې توکي جوړېږي چې هم يې بيه ټيټه ده او هم يې کيفيت ښه دى.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د دغو وړو فابريکو لاسنيوى وکړي او ورسره په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ وکړي.

په خوست لايت کې د افغانستان کرکټ بورډ ځايي مسوول سيد عالم هم وايي چې د خوست په فابريکه کې د جوړېدونکو بېټونو کيفيت لوړ دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، هڅه به يې دا وي چې لوبغاړي د بهر نه د واردېدونکو بېټونو پر ځای په دغه ولايت کې د توليد شوو بېټونو پېرلو ته وهڅوي.

سيدعالم زياتوي: ((واقعاً چې دا ښه بېټونه دي ما له نېږدې ليدلي دي او دا د خوست د لوبغاړو لپاره يو ښه زيری دی او دوی به ګټه ترې واخلو. زموږ به هڅه دا وي د کرکټ د لوبو پرمهال له دې بېټونو ګټه واخلو.))

په دې وروستيو کې له ستونزو سره سره بيا هم د کرکټ د بېټونو جوړولو د دې کارخانې په څېر په نورو ډېرو برخو کې پانګونه شوې او توليدات يې د هېواد زياترو مارکېټونو ته عرضه کېږي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.