کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٧): د افغانستان غوره لیګ شل اووريز کرکټ سياليو د نښان (لوګو) او لوبډلو د معرفۍ ځانګړي مراسم د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې ښار ترسره شول.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان غوره ليګ شل اووريز کرکټ سيالۍ به د راتلونکې اکتوبر مياشتې له پنځمې تر شلمې نېټې پورې د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي.
هغه زياته کړه چې د افغان غوره ليګ سياليو د لوګو يا نښان او د لوبډلو د معرفۍ مراسم تېره شپه په دوبۍ کې ترسره شول چې په کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرانو، سوداګرو او مينه والو برخه اخيستې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس شکرالله عاطف مشعل په خپله وينا کې د افغانستان غوره لیګ د افغان لوبغاړو د ځلېدلو لپاره یو ستر فرصت وباله.
نوموړي دغه راز د کرکټ له نړیوالې شورا د افغانستان لیګ د منظورۍ، د شارجې لوبغالي د ورکړې لپاره د شارجه کرکټ کلب له مرستیال په اماراتو کې د افغان سفارت له کارکوونکو او ټولو سوداګرو مننه وکړه چې راغلل او په دغو مراسمو کې یې ګډون وکړ.
د کرکټ بورډ مشر وویل: ((دا زموږ د نوو ځلېدونکو لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چې د نړۍ له سترو لوبغاړو سره په نړیواله کچه ولوبېږي او خپلې وړتیاوې لا زیاتې کړي.))
هغه زیاته کړه، افغانستان غوره لیګ اوسمهال د افغان کرکټ په تاریخ کې یو نوی فصل دی چې یو کال وړاندې یې فکر رامنځته شو او دا دی نن د نړۍ په کچه ترسره کېږي او دغه سيالۍ د شل اوریزو لوبو یو پرمختللی او نړیوال ګام دی او دا زموږ لپاره ویاړ دی چې په دغه لیګ کې بېلابېل ونډه وال ګډون ولري.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رییس شفیق الله ستانکزي هم د خپلو څرګندونو پر مهال د یاد لیګ لوګو ته په اشارې سره وویل چې دغه لوګو د افغان ملي بیرغ او له خپل هېواد سره د افغانانو د وطنپالنې څرګندویه ده.
هغه زياته کړه، دغه لیګ د افغانانو لپاره یو ستر ویاړ دی او په راتلونکو څو کلونو کې به د نړۍ د غوره درېيو لیګونو په چوکاټ کې ځای ولري چې له کرکټ سره د افغانانو د بې سارې مينې راز په کې پروت دی.
نوموړي د ګډونوالو د پوښتنو په ځواب کې وویل، بې له شکه دغه لیګ ته به ډېر افغان نندارچیان راشي چې او دغه راز له افغان سوداګرو هم هیله ده چې راشي او د لوبډلو اخیستو کې ونډه واخلي.
د ستانکزي په وينا، په دې سياليو کې به د کرکټ د نړۍ مشهور لوبغاړي کریس ګل، شاهد افریدي، برڼنډن مککلم په څېر او د عربي اماراتو او نورو هېوادونو لوبغاړي هم ګډون ولري او د نړۍ له پېژندل شوو چينلونو به یې خلک ننداره کړي.
په دغو مراسمو کې د افغانستان غوره لیګ نښان هم معرفي شو چې د افغانستان د بیرغ درې رنګونه، د لوبغاړي، بېټ او ويکټو نښانونه په کې ځای پر ځای شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن