مزارشريف (پژواک، ۶ وږی ۹۷): د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې دمګړۍ د هېواد ۶۰ سلنه خلک د سواد له نعمته محروم دي.
د دغه وزارت د سواد زده کړو څانګې مرستيال سردارمحمد رحيمي د وږي په ۶مه په مزارشريف ښار کې د سواد زده کړې له پروګرامه د ۱۵۰۰ کسانو د فراغت په پروګرام کې وويل چې د سواد او حرفې برخو کې د دولت د تېرو ۱۷ کلونو هڅې د قناعت وړ نه دي.
هغه زياته کړه چې د تېرې يوې نيمې لسيزې په اوږدو کې هر کال د سواد کچه يواځې يو فيصد لوړه شوې ده چې دا د دولت امکاناتو ته په کتو ډېره لږه ده.
نوموړی زياتوي چې په لويه کچه د سواد زده کړو پاليسي ستونزې لري او دوی يې د اصلاح لپاره هڅې پيل کړې دي.
د پوهنې وزارت د سواد زده کړو پروګرام مرستيال وايي چې پخوا به د سواد متقاضيانو ته يواځې ليک لوست ور زده کېده، خو زياتوي چې اوس د حرفې زده کړې هم په دغه پروګرام کې شاملې شوې دي.
د رحيمي په وينا، د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو په اوږدو کې د دوی له خوا په بلخ ولايت کې ۱۵۰۰ کسان په ۱۰۰ صنفونو کې د زده کړو تر پوښښ لاندې نيول شوي وو چې نن فارغ شول.
هغه زياته کړه چې دغو کسانو ۹ مياشتې ليک لوست زده کړ او ۳ مياشتې ورته حرفوي روزنه ورکړل شوه.
دى وايي چې یاد کسان یې د خياطۍ، ګلدوزۍ او يو لړ نورو حرفو کې روزلي دي.
رحيمي وايي چې له حرفه يي زده کړو سره د خلکو لېوالتیا ډېره زياته ده، خو زياتوي چې د دوی اداره دومره بودجه نه لري چې ټول متقاضيان تر پوښښ لاندې ونيسي.
هغه وويل: ((هر هغه کس باندې چې هم سواد زده کوي او هم د حرفې روزنه ويني، نو ۲۰۰ امريکايي ډلر لګښت پرې راځي چې د حرفوي زده کړو متقاضيانو ته په کتو له موږ سره دومره بودجه نشته.))
نوموړی زياتوي چې پوهنې وزارت هڅه کوي څو د سواد زده کړو له لارې لا ډېرو افغانانو ته د ليک لوست زده کېدو زمينه برابره کړي.
په بلخ کې د سواد زده کړو له پروګرامه يو شمېر فارغ شوي کسان خوښ دي چې د سواد تر څنګ يې حرفه هم زده کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن