ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا په اورګون کې ښوونکي او زده کوونکي په خپلسر رخصتۍ بوخت دي

د پکتيکا په اورګون کې ښوونکي او زده کوونکي په خپلسر رخصتۍ بوخت دي

author avatar
28 Aug 2018 - 19:37
د پکتيکا په اورګون کې ښوونکي او زده کوونکي په خپلسر رخصتۍ بوخت دي
author avatar
28 Aug 2018 - 19:37

ښرنه (پژواک ٦ وږى ٩٧): د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې یو شمېر زده کوونکي او ښوونکي درسونو ته نه حاضرېږي، خو دوی بیا په یو او بل د نه حاضرېدو پړه ور اچوي.

د زمري په درېيمه نېټه د افغانستان په سړو سیمو کې د اوړي رخصتۍ پای ته رسېدلې دي، خو د اورګون ولسوالۍ په ښوونځي کې یواځې د ګوتو په شمېر ښوونکي او زده کوونکي تر سترګو کېږي، چې ښوونکي په اداره کې ناست وي او زده کوونکي د ښوونځي په انګړ کې ګرځېږي.

که څه هم د ځینو ښوونځیو په ټولګیو کې د ګوتو په شمېر زده کوونکو ته ښوونکي درس وايي، خو په ځینو ټولګيو کې يې زده کوونکي بیا یواځې تورې تختې ته ګوري.

د اورګون ولسوالۍ د ښوونځيو لپاره د والدینو شورا غړي صابرګل په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښوونکو غفلت، کمزورى مدیريت، د ښوونکو تر منځ نه همغږي، د ښوونکو دوه ځایه دندې د دې لامل شوې چې په ښوونځیو کې درسي بهیر ټکنی کړي.

ده زياته کړه، د پوهنې ریاست هم دې ستونزې ته خاصه پاملرنه نه ده کړې.

د یو شمېر ښوونځیو مدیران او سر ښوونکي بیا وايي، ښوونکي پر وخت خپلو دندې ته حاضر شوي، خو دوی بیا د زده کوونکو د نه حاضرېدو لاملونه په هېواد کې روانې نا امنۍ او زیاته رخصتي په ګوته کوي.

همدانګه دوى په دې برخه کې کورنۍ ګرمې بولي چې خپل اولادونو ښوونځیو ته نه لېږي.

د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس انجنیر محراب الدین شفق پژواک ته وویل، چې دوی ټولو ښوونځیو ته هدایت کړی چې خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.

د ده په وينا، د نظارت ټیم يې له ښوونځیو څخه لیدنه کوي، که کوم ښوونکى یا زده کوونکى نه وي، هغه غیر حاضروي.

د یادولو وړ ده چې یواځي د اورګون ولسوالۍ نه ده چې زده کوونکي او ښوونکي درسونو ته نه حاضرېږي، بلکې د پکتیکا په ډېرى ښوونځیو کې دا ستونزه شته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.