ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له هغو کاندیدانو سره قانوني چلند کېږي چې تر وخت وړاندې یې ټاکنیزه مبارزه پیل کړې

له هغو کاندیدانو سره قانوني چلند کېږي چې تر وخت وړاندې یې ټاکنیزه مبارزه پیل کړې

author avatar
28 Aug 2018 - 19:50
له هغو کاندیدانو سره قانوني چلند کېږي چې تر وخت وړاندې یې ټاکنیزه مبارزه پیل کړې
author avatar
28 Aug 2018 - 19:50

کابل (پژواک،۶ وږی ۹۷): د ولسي جرګې یو شمېر نوماندان په یو ډول په ښارونو کې د انځورونو د لګولو او په ټولنیزو رسنیو کې د خپلې ټاکنیزې نښې د خپرولو له لارې ټاکنیزې مبارزې پيل کړې دي.

د ټاکنو کمېسیون د کاندیدانو دغه کړنه ناقانونه بللې او وايي، له دې ډول کسانو سره به قانوني چلند وشي.

د مهالوېش له مخې به د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې پر ۲۸ ترسره شي او د دغې جرګې د کاندیدانو ټاکنیزې مبارزې د تلې له ۶ مه پیل او د همدې میاشتې پر ۲۵ مه پای ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په کچه د ولسي جرګې یو شمېر کاندیدان د فيسبوک له لارې د انځورونو او ټاکنیزو نښو پر خپرېدو سربېره لسګونو نورو کسانو خپل انځورونه د ښار په بېلا بېلو برخو کې لګولي دي او د انځورونو په سر په لیکنو کې خلکو ته د آزادۍ ورځې، لوی اختر او لوبغاړو د بریا مبارکي ورکړې ده.

د ټاکنو د کمېسیون کمېشنر او ویاند سید حفیظ الله هاشمي نن له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ټاکنو نوماندان د ټاکنیزې مبارزې د وخت تر را رسېدو مخکې حق نه لري چې تر هېڅ عنوان لاندې ټاکنیزه مبارزه وکړي.

هغه زیاته کړه، د ټولنیزو پاڼو له لارې ټاکنیزې مبارزې او په ښارونو کې د مبارکۍ له پیغامونو سره د انځورونو لګول ټاکنيزې مبارزې او سرغړونې بلل کېږي.

 د هغه په خبره، هغو نوماندانو ته چې دا ډول کارونه کوي، لومړۍ سپارښته کېږي، دویم ځل اخطار ورکول کېږي او یا نغدي جریمه کېږي او که په هغو هم سم نه شي، نوم یې د کاندیدانو له لېست نه ایستل کېږي.

د نوموړي په خبره، په دې تړاو د یاد کمېسیون د رسنیو د کمېټې له لوري څېړنې پیل شوې دي او د کاندیدانو د سرغړونو موارد به د ټاکنو د کمېسیون د مشرتابه له تصویب وروسته د ټاکنیزو شکایتونو ته استول کېږي چې په اړه یې پرېکړه وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد هم نن په هغې غونډه کې چې د دغه کمېسیون د مشرتابه له لوري د پاڼو د تصویب لپاره جوړه شوې وه، دې موضوع ته اشاره درلوده او ويې ويل چې له ټاکلې مودې مخکې او وروسته د ټاکنیزو مبارزو ترسره کول سرغړونه شمېرل کېږي.

نوموړي د ټاکنو کمېسیون د مطبوعاتي کمېټې او ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه وغوښتل چې د نوماندانو د هغو انځورونو چې د بېلا بېلو بهانو لکه ملي او فرهنګي ورځو، د لوبغاړو لاسته راوړنو او نورو په اړه يې په ښار کې لګولي، په جدي ډول چلند وکړي.

هغه زیاته کړه چې له دې ډول نوماندانو سره باید قانوني عمل وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.