ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له هلمنده د سولې پلی روان شوی کاروان پلخمري ته ورسېد

له هلمنده د سولې پلی روان شوی کاروان پلخمري ته ورسېد

author avatar
28 Aug 2018 - 17:44
له هلمنده د سولې پلی روان شوی کاروان پلخمري ته ورسېد
author avatar
28 Aug 2018 - 17:44

کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٧): له هلمنده د سولې غوښتونکو پلی کاروان چې کابو درې اوونۍ وړاندې له کابل څخه مزار ته د تلو په نیت روان شوی وو، نن له غرمې مخکې د بغلان مرکز پلخمري ښار ته ورسېد.

دوی له کابل څخه تر ۱۸ ورځني پلي تګ وروسته پلخمري ښار ته د دننه کېدو پرمهال د لسګونو ځوانانو او څو تنو دیني عالمانو له خوا یې تود هرکلی وشو.

مولوي سردار ولي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وینا کې وویل، له هلمنده د سولې پیل شوی بهیر رښتينی حرکت دی، یواځې دوى نه باید ټول یې ملاتړ وکړي.

ده زیاته کړه، سوله د ټولو افغانانو هيله ده او دغې هيلې ته د رسېدو لپاره هراړخیز کار په کار دی.

ده په دیني عالمانوغږ وکړ چې سولې ته د رسېدو لپاره دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دغه دیني عالم د کاروان له غړو د پڼو پښو کولو غوښتنه هم وکړه او زیاته يې کړه چې د کاروان هر پل د قدر وړ دی، نو ځکه ترې د پڼو پښو کولو غوښتنه کوي.

مدني فعال سید علي فاضل هم په وینا کې وویل: ((د دغه کاروان غږ د هغو بورو میندو غږونه دي چې خپل ځوان زامن یې روانې جګړې خوړلي، راځئ له دغه ولسي بهیر سره د تل لپاره یو شو.))

نوموړي له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د کاروان له غړو سره له نږدې وویني او هغه څه ترې واوري چې دوی یې دغه ولسي حرکت ته هڅولي دي.

د کاروان مسوول اقبال خیبر غونډې ته وینا کې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د جګړې دوام بهرنیانو ته د پاتې کېدو لار جوړوي، نو ځکه ترې غواړي چې د جګړې پر ځای د سولې خبرو ته کېني او پر بین الافغاني سولې رضا شي.

ده وویل، امریکا او راغلي نور هېوادونه په افغانستان کې سوله نه غواړي، ګاونډيان هم د افغانستان په جګړه کې ګټې ویني، دغه جګړه پردۍ ده او پردی جنګ به هله مړ شي چې موږ په یو غږ له نړیوالې ټولنې د جګړې پاى ته رسېدو غوښتنه وکړو.

هغه زياته کړه: ((بهرنیانو یې د غږ تتولو لپاره بېلابېلې لارې غوره کړې، پیسې یې ورته ومنلې، د کاروان ټول غړي یې اروپایي هېوادونو ته دعوت کړل او بالاخره داسې تور يې پورې کړ چې ګواکې دوی د امریکا کسان دي، خو ناکام شول.))

دى وايي:((دا ټولې دسیسې د دې لپاره وې چې موږ بدنام او د سولې په پیل شوي ولسي بهیر د خلکو باور کم کړي، ترڅو سولې ته د رسېدو دغه لار هم پر افغانانو بنده کړي، خو داسې نه ده، موږ له کوره په همدې نیت راوتي یو، تر بلخ پلي ځو او له هغه وروسته که ژوندي پاتې وو، په کابل کې به د میليونونو سوله غوښتونکو په ګډون له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکایانو د جګړې پای ته رسول غواړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.