افغانستان کې درې دولتي او دوه خصوصي پوهنتونونه په لوړه کچه اکاډمیک اعتبار لري
افغانستان کې درې دولتي او دوه خصوصي پوهنتونونه په لوړه کچه اکاډمیک اعتبار لري
کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٧): د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، درې دولتي او دوه خصوصي پوهنتونونه په لوړه کچه اکاډميک اعتبار لري او د تحصيلي نصاب د ١٦٥ پروګرامونو د نوو کېدو چارې ٨٠ سلنه بشپړې شوې دي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند پوهندوى فيصل امين نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د هېواد په کچه له ٣٨ دولتي پوهنتونونو څخه "کابل پوهنتون"، "کندهار پوهنتون" او "کابل طبى پوهنتون" او دغه راز له ١٣١ خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له موسسو څخه "کاردان" او "افغان امريکايي" پوهنتونونو ته د ياد وزارت د کيفيت د تضمين ادارې له خوا د لوړې کچې اکاډميک اعتبار ورکړل شوى دى.
دغه وزارت د روان کال د زمري په لومړۍ نېټه ويلي و چې شپږ مياشتې مخکې يې د خصوصي پوهنتونونو ارزونه پيل کړې ده.
سرچېنې د دغو څېړنو له مخې ويلي وو چې کابل کې "کاردان، کاتب، ابن سينا، خاتم النبين، باختر او دعوت" خصوصي پوهنتونونه د دغه وزارت په معيار جوړ دي او فارغانو ته يې دېپلومونه ورکول کېږي.
د دغه وزارت چارواکو هغه مهال ويلي وو چې د نورو خصوصي پوهنتونونو ارزونه روانه ده او پايلې به يې وروسته اعلان شي.
پوهندوى فيصل امين وايي چې دغه شپږ پوهنتونونه د ياد وزارت د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو رياست له خوا په معيار برابر پېژندل شوي، خو تر اوسه هغې کچې ته نه دي رسېدلي چې د لوړې کچې اکاډميک اعتبار ترلاسه کړي.
هغه وايي، هر هغه پوهنتون ته د لوړې کچې اکاډميک اعتبار ورکول کېږي چې د دغه وزارت ١١ معيارونه پوره کړي.
تحصيلي نصاب
د لوړو زده کړو وزارت وياند وايي چې د تحصيلي نصاب د ١٦٥ پروګرامونو د نوو کېدو چارې ٨٠ سلنه پر مخ تللې او ډېر ژر به بشپړې شي.
دى وايي چې له دې لارې به تحصيلي نصاب د کار له بازار او اړتياوو سره سم جوړ شي.
هغه وويل چې دغه وزارت په هرو درېيو او څلورو کلونو کې نصاب ارزوي او که اړتيا وي، نوى کوي يې.
د کانکور ازموينه
د فيصل امين په وينا، د کانکور تېره شوې ازموينه چې پايلې يې روان کال د زمري په لسمه اعلان شوې، ښه لاسته راوړونه وه او په ازموينه کې پوره روڼتيا د دې ازموينې د باور کچه ډېره لوړه کړه.
هغه وايي ټاکل شوې چې د تېر کال د کانکور ازموينې لومړى، دويم او درېیم درجه لرونکي چين ته د لوړو زده کړو لپاره واستول شي.
د ده په وينا، د کانکور د وروستۍ تېرې شوې ازموينې لومړى، دويم او درېيم درجه لرونکي به هم يا سږ او يا هم راتلونکى کال د زده کړو لپاره چين ته واستول شي.
ده وويل، شاوخوا لس زره افغانان په بهرنيو هېوادونو کې د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په کچه پر زده کړو بوخت دي.
امين په نننۍ خبري ناسته کې وويل، د ولسمشر له حکم سره سم په دغه وزارت کې د اوبو او چاپېريال ساتنې د ملي څېړنيز مرکز پر طرحه کار روان دى.
ایدیکس edx يوه نړيواله برنامه ده چې د نړې پوهنتونونه سره وصلوي او انلاين يا له لرې لارې د زده کړو لارې چارې برابروي، افغانستان سږ کال په دې برنامه کې شامل شوى چې د USWDP له خوا پلې کېږي.
ورته راپورونه:

- 484 reads
نظر ورکړئ