ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان له مرکز سره د دوو ولسواليو نښلوونکى پول پر ماينونو الوځول شوی

د اروزګان له مرکز سره د دوو ولسواليو نښلوونکى پول پر ماينونو الوځول شوی

author avatar
28 Aug 2018 - 11:05
د اروزګان له مرکز سره د دوو ولسواليو نښلوونکى پول پر ماينونو الوځول شوی
author avatar
28 Aug 2018 - 11:05

ترينکوټ (پژواک، ٦ وږى ٩٧): په اروزګان ولايت کې د ملي اردو مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د مرکز ترينکوټ ښار او دوو ولسواليو نښلوونکى پول پر ماينونو الوځولى دى.

په دغه ولايت کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمي لوا ویاند حکمران وفادار د وږي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پول د ترینکوټ ښار اړوند د سرخوم په سیمه کي وسله والو طالبانو تېره ورځ الوځولى دى.

هغه زياته کړه چې یاد پول د اروزګان مرکز ترينکوټ ښار له چارچینو او دهراوود ولسواليو سره نښلاوه او د کندهار د نېښ ولسوالی خلکو هم پرې راتګ کاوه چې طالبانو پر ماينونو الوځولى دى.

وفادار وايي چې وسله والو طالبانو د ښار په جګړو کې تر ماتې وروسته دغه پول چي عامو خلکو ترې ګټه اخیسته، د څو ماينونو په واسطه ویجاړ کړی دی.

د ځايي چارواکو په وينا، دغه پول چې ۴۵ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، پوره پنځه کاله مخکې د اسټرالیا  د ۵۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نهو میاشتو په موده کي جوړ شوی و.

سرچينې ويلي، د دغه پله د خونديتوب لپاره دواړو غاړو ته ۳۵۰ متره استنادي دېوال هم جوړ شوی و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.