د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان غوره ليګ (اى پي اېل) د نښان او لوبډلو د معرفۍ پرانيسته وشوه

د افغانستان غوره ليګ (اى پي اېل) د نښان او لوبډلو د معرفۍ پرانيسته وشوه

Aug 28, 2018 - 09:23

کابل (پژواک، ٦ وږى ٩٧): د افغانستان غوره لیګ شل اووريز کرکټ سياليو د نښان (لوګو) او لوبډلو د معرفۍ ځانګړي مراسم د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې ښار ترسره شول.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان غوره ليګ شل اووريز کرکټ سيالۍ به د راتلونکې اکتوبر مياشتې له پنځمې تر شلمې نېټې پورې د متحده عربي اماراتو د شارجې ښار په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي.

هغه زياته کړه چې د افغان غوره ليګ سياليو د لوګو يا نښان او د لوبډلو د معرفۍ مراسم تېره شپه په دوبۍ کې ترسره شول چې په کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرانو، سوداګرو او مينه والو برخه اخيستې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس شکرالله عاطف مشعل  په خپله وينا کې د افغانستان غوره لیګ د افغان لوبغاړو د ځلېدلو لپاره یو ستر فرصت وباله.

نوموړي دغه راز د کرکټ له نړیوالې شورا د افغانستان لیګ د منظورۍ، د شارجې لوبغالي د ورکړې لپاره د شارجه کرکټ کلب له مرستیال په اماراتو کې د افغان سفارت له کارکوونکو او ټولو سوداګرو مننه وکړه چې راغلل او په دغو مراسمو کې یې ګډون وکړ.

د کرکټ بورډ مشر وویل: ((دا زموږ د نوو ځلېدونکو لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چې د نړۍ له سترو لوبغاړو سره په نړیواله کچه ولوبېږي او خپلې وړتیاوې لا زیاتې کړي.))

هغه زیاته کړه، افغانستان غوره لیګ اوسمهال د افغان کرکټ په تاریخ کې یو نوی فصل دی چې یو کال وړاندې یې فکر رامنځته شو او دا دی نن د نړۍ په کچه ترسره کېږي او دغه سيالۍ د شل اوریزو لوبو یو پرمختللی او نړیوال ګام دی او دا زموږ لپاره ویاړ دی چې په دغه لیګ کې بېلابېل ونډه وال ګډون ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیه رییس شفیق الله ستانکزي هم د خپلو څرګندونو پر مهال د یاد لیګ لوګو ته په اشارې سره وویل چې دغه لوګو د افغان ملي بیرغ او له خپل هېواد سره د افغانانو د وطنپالنې څرګندویه ده.

هغه زياته کړه، دغه لیګ د افغانانو لپاره یو ستر ویاړ دی او په راتلونکو څو کلونو کې به د نړۍ د غوره درېيو لیګونو په چوکاټ کې ځای ولري چې له کرکټ سره د افغانانو د بې سارې مينې راز په کې پروت دی.

نوموړي د ګډونوالو د پوښتنو په ځواب کې وویل، بې له شکه دغه لیګ ته به ډېر افغان نندارچیان راشي چې او دغه راز له افغان سوداګرو هم هیله ده چې راشي او د لوبډلو اخیستو کې ونډه واخلي.

د ستانکزي په وينا، په دې سياليو کې به د کرکټ د نړۍ مشهور لوبغاړي کریس ګل، شاهد افریدي، برڼنډن مککلم په څېر او د عربي اماراتو او نورو هېوادونو لوبغاړي هم ګډون ولري او د نړۍ له پېژندل شوو چينلونو به یې خلک ننداره کړي.

په دغو مراسمو کې د افغانستان غوره لیګ نښان هم معرفي شو چې د افغانستان د بیرغ درې رنګونه، د لوبغاړي، بېټ او ويکټو نښانونه په کې ځای پر ځای شوي دي.

د شارجه کرکټ بورډ مرستیال ولید بوخاطر د یادې سترې بریا مبارکي وړاندې کړه او دغه کار یې د کرکټ بورډ لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

هغه د خپلو څرګندونو پر مهال وویل، شارجه لوبغالی د افغانستان لپاره خپل کوربه لوبغالی دی او افغان لوبغاړو تر اوسه پورې په کې ډېرې لوبې ترسره کړې او د کرکټ بورډ لاسته راوړنې او هلې ځلې د ستایلو وړ دي چې د خپلو لوبغاړو او هېوادوالو لپاره یې کوي.

افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دغه ليګ کې به پنځه لوبډلې (کابل، پکتیا، کندهار، ننګرهار او بلخ) شاملې دي چې له دې ډلې یې د پکتیا او بلخ لوبډلې پلورل شوې دي او نورې درې به هم په راتلونکو څو ورځو کې وپلورل شي.

سرچينه زياتوي چې د پکتيا لوبډله د هندوستان د موبايلونو يو شرکت او د بلخ لوبډله هم يوې بلې هندۍ کمپنۍ اخيستې دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement