د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ټاکنو کمېسیون: د تلې ۲۸ مه زموږ لپاره سره کرښه ده

د ټاکنو کمېسیون: د تلې ۲۸ مه زموږ لپاره سره کرښه ده

Aug 28, 2018 - 18:56

کابل (پژواک،۶ وږی ۹۷): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ناستې په جریان کې تصویب کړه چې له غزني پرته د ټولو ولایتونو د ټاکنیزو حوزو لپاره د رایې ورکولو ۹،۹ ميلیونه پاڼې چاپوي.

 ټاکل شوې وه چې د لسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان کال دتلې په ۲۸ مه ترسره شي خو د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو موضوع د امنیت شورا ته ولېږل شوه.

 د ټاکنو کمېسیون وايي چې تر اوسه د ملي امنیت شورا په دې تړاو خپله پرېکړه نه ده څرګنده کړې، نو ځکه د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ولسي جرګې له ټاکنو سره پر یو وخت ناشونې دي.

 د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد نن د یاد کمېسیون په مرکزي دفتر کې د کمېشنرانو په ګډون یوې علني ناستې ته وویل، د قانون له مخې باید د ۳۵ ټاکنیزو حوزو لپاره په بېل ډول د رایې ورکولو د اړتیا وړ پاڼې چاپ شي.

صیاد وویل، په دغو حوزو کې له غزني پرته ټول ولایتونه، د کوچیانو او اهل هندو حوزې ګډون لري.

نوموړي زیاته کړه، د ټاکنو لپاره ۹ ميلیون او ۷۲ زره کسانو نوم لیکنه کړې او د ټاکنو کمېسیون له مشورې وروسته د ۹،۹ ميلیون پاڼو د چاپ پرېکړه وکړه.

هغه وویل، دغه پاڼې د یوې معتبرې کمپنۍ له خوا په امن ځای کې چاپېږي او لګښت یې نړیوال ملاتړ کوونکي ورکوي.

صیاد د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: (( تر اوسه نړیوالو ملاتړ کوونکو د پاڼو د چاپ د لګښت په اړه کمېسیون ته جزيیات نه دي ورکړي.))

نوموړي وویل، د رایې پاڼې له رایې ورکوونکو سره په انډول ټاکنیزو مرکزونو ته لېږدول کېږي او شاوخوا ۸ سوه زره اضافي پاڼې د امنیتي ستونزو په نظر کې نیولو سره د ضایعات او نورو په ډول چاپېږي.

هغه زیاته کړه، اضافي پاڼې په مرکزي دفتر کې ساتل کېږي او د اړتیا په صورت کې به ترې استفاده وشي.

د صیاد په خبره، له کمپنۍ سره د کمېسیون په خبرو کې هڅه شوې چې رای پاڼې له وخت مخکې چاپ او هېواد ته انتقال شي خو په دې اړه یې جزيیات ورنه کړل.

د ټاکنو د خپواک کمېسیون رییس وايي، د رايې په هره پاڼه کې نوم، نښه او د ۵۴ کاندیدانو ټاکنیزه شمېره ځای پر ځای شوې، نو له دې امله اړتیا ده چې د هغو ولایتونو لپاره چې ډېر کاندان ولري څو پاڼې چاپ شي.

هغه پر خپل وخت د ټاکنو په ترسره کېدو د ټینګار تر څنګ په ټاکنو کې د بایومټریک سیستم څخه د استفادې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: (( د تلې ۲۸ زموږ لپاره سره کرښه ده موږ هره هغه پرېکړه منو چې د ټاکنو مهالوېش او خپواکي زیانمنه نه کړي.))

خو هغه روښانه کړه، دې ته په پاملرنه چې د ټاکنو وخت ته کمې ورځې پاتې دي د دغه کمېسیون په تګلاره کې بدلون ناشونی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement