د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پوهنې وزارت: د هېواد ۶۰ سلنه خلک د سواد له نعمته بې برخې دي

د پوهنې وزارت: د هېواد ۶۰ سلنه خلک د سواد له نعمته بې برخې دي

Aug 28, 2018 - 15:34

مزارشريف (پژواک، ۶ وږی ۹۷): د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې دمګړۍ د هېواد ۶۰ سلنه خلک د سواد له نعمته محروم دي.

د دغه وزارت د سواد زده کړو څانګې مرستيال سردارمحمد رحيمي د وږي په ۶مه په مزارشريف ښار کې د سواد زده کړې له پروګرامه د ۱۵۰۰ کسانو د فراغت په پروګرام کې وويل چې د سواد او حرفې برخو کې د دولت د تېرو ۱۷ کلونو هڅې د قناعت وړ نه دي.

هغه زياته کړه چې د تېرې يوې نيمې لسيزې په اوږدو کې هر کال د سواد کچه يواځې يو فيصد لوړه شوې ده چې دا د دولت امکاناتو ته په کتو ډېره لږه ده.

نوموړی زياتوي چې په لويه کچه د سواد زده کړو پاليسي ستونزې لري او دوی يې د اصلاح لپاره هڅې پيل کړې دي.

د پوهنې وزارت د سواد زده کړو پروګرام مرستيال وايي چې پخوا به د سواد متقاضيانو ته يواځې ليک لوست ور زده کېده، خو زياتوي چې اوس د حرفې زده کړې هم په دغه پروګرام کې شاملې شوې دي.

د رحيمي په وينا، د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو په اوږدو کې د دوی له خوا په بلخ ولايت کې ۱۵۰۰ کسان په ۱۰۰ صنفونو کې د زده کړو تر پوښښ لاندې نيول شوي وو چې نن فارغ شول.

هغه زياته کړه چې دغو کسانو ۹ مياشتې ليک لوست زده کړ او ۳ مياشتې ورته حرفوي روزنه ورکړل شوه.

دى وايي چې یاد کسان یې د خياطۍ، ګلدوزۍ او يو لړ نورو حرفو کې روزلي دي.

رحيمي وايي چې له حرفه يي زده کړو سره د خلکو لېوالتیا ډېره زياته ده، خو زياتوي چې د دوی اداره دومره بودجه نه لري چې ټول متقاضيان تر پوښښ لاندې ونيسي.

هغه وويل: ((هر هغه کس باندې چې هم سواد زده کوي او هم د حرفې روزنه ويني، نو ۲۰۰ امريکايي ډلر لګښت پرې راځي چې د حرفوي زده کړو متقاضيانو ته په کتو له موږ سره دومره بودجه نشته.))

نوموړی زياتوي چې پوهنې وزارت هڅه کوي څو د سواد زده کړو له لارې لا ډېرو افغانانو ته د ليک لوست زده کېدو زمينه برابره کړي.

په بلخ کې د سواد زده کړو له پروګرامه يو شمېر فارغ شوي کسان خوښ دي چې د سواد تر څنګ يې حرفه هم زده کړې ده.

۴۰ کلنه فرشته د مزارشريف اوسېدونکي ده چې نن يې د سواد زده کړو له پروګرام څخه خپل بری ليک ترلاسه کړ.

هغې پژواک ته وويل چې لومړی يې ۹ مياشتې د ليک لوست زده کړې په پروګرام کې ګډون وکړ او بيا د درې مياشتو په موده کې د خياطۍ حرفې برخه کې روزنه ورکړل شوه.

نوموړې زياتوي چې اوس کولای شي د خياطۍ له لارې پيسې وګټي او د کور د اقتصاد ښه کېدو برخه کې برخه واخلي.

فرشتې زياته کړه: ((اوس په ليک لوست پوهېږم، له وړو بچيانو سره مې د مکتب په درسونو کې مرسته کوم، د ډاکتر لوحه لوستلی شم، په ټیلېفون کې شمېره ډايل کوی شم، پخوا مې دا يو هم نه و زده. له دې ټولو سره مې خياطي هم زده کړې او اوس له همدې لارې د خپل کور له اقتصاد سره مرسته کوم.))

خو هغه غوښتنه کوي چې د حرفوي زده کړو موده کمه ده او که يې وخت وغځېږي، نو ګټه به يې لا ډېره وي.

شميلا حيدري بله مېرمن ده چې د سواد زده کړو له نهه مياشتنۍ لړۍ فارغه شوې او دمګړۍ په يوه کورس کې استاده ده.

هغې پژواک ته وويل چې پخوا پر ليک لوست نه پوهېده، خو د سواد زده کړو پروګرام کې په ګډون کولو سره اوس خپله د روزونکې دنده پر مخ بيايي.

مېرمن حيدري زياتوي چې د سواد زده کړو پروګرامونو کې د مېرمنو په ګډون سره به هغوی وکولای شي چې تر ډېره له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا شي.

نوموړې هم اندېښنه ښيي چې د خياطۍ د حرفې زده کړې لپاره ۳ مياشتې موده کمه ده او ياده اداره بايد دغه موده دوه برابره کړي چې مېرمنې په اساسي ډول دغه کسب زده کړي.

د پوهنې وزارت د سواد زده کړو معين دا هم وويل چې د سواد زده کړې د پاليسي بيا کتنې لپاره بايد د پوهنې وزارت، اداري اصلاحاتو او نورو ذيدخلو ادارو تر منځ همغږي رامنځته شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement