ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شاهین قول اردو: په فاریاب کې سلو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

شاهین قول اردو: په فاریاب کې سلو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
28 Aug 2018 - 13:38
شاهین قول اردو: په فاریاب کې سلو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
28 Aug 2018 - 13:38

میمنه (پژواک، ٦ وږی ٩٧): د هېواد په شمال کې شاهین قول اردو ادعا کړې چې د امنیتي ځواکونو پر کاروان یې د طالبانو برید د ۷۳ طالبانو تر وژلو او ۳۱ نورو تر ټپي کېدو وروسته پای ته رسولی دی.

دغه خبر تېره ورځ د ۲۰۹شاهین قول اردو پر رسمي پاڼه خپور شوی، په خبرپاڼه کې راغلي چې د امنیتي ځواکونو د ۱۰۷ موټرو او ۳۸۰ کسانو یو کاروان له غورماچ ولسوالۍ څخه قیصار ته د حرکت په حال کې و چې تېره ورځ مازدیګر د چهارشنبې بازار او چهلګزي سیمو کې طالبانو پرې برید وکړ.

سرچینه لیکي، یاد نظامي کاروان د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ درلود او د پرله پسې هوايي بریدونو په پایله کې تر درنې مرګ ژوبلې وروسته طالبان شا تګ ته اړ شول.

خبرپاڼې زیاته کړې، جګړې شاوخوا دوه ساعته دوام درلود چې د قیصار ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملا شېرین ګل او شپږو نورو قوماندانانو (ملا شاولي، ملا قیوم چې په صداقت مشهور و، ملا ابراهیم، قاري سورګل، مولوي جان محمد او مولوي نورمحمد) په ګډون له ۷۰ څخه د  زیاتو وسله والو  تر وژل کېدو او ۳۱ نورو تر سخت ټپي کېدو وروسته پای ته رسېدلی دی.

سرچینې ویلي چې په دې جګړه کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي، ۷ نور ټپیان دي، د ملي اردو یو هاموې ټانګ او د پولیسو یو رينجر موټر سوځېدلي او درېیو نورو موټرو عوارض کړي دي.

د دغه امنیتي ارګان په رسمي پاڼه کې راغلي، د امنیتي ځواکونو کاروان ۱۱:۴۰ بجې له خڼدونو تر تېرېدو وروسته په قیصار ولسوالۍ کې د ملي اردو کمپ ته رسېدلی دی.

خو طالبانو بیا په خپله رسمي پاڼه لیکلي چې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د چهارشنبې او چهلګزي په سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان د دوی د برید په نتیجه کې څو نقلیه وسیلې سوځېدلې، لسګونه امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۱۴ دولتي ځواکونه طالبانو ژوندي نیولي دي.

دغه راز وسله و طالبانو د دولتي ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې د خپلو ۱۰ ملګرو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.