ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار او اروزګان کې ٢٦ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کندهار او اروزګان کې ٢٦ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
28 Aug 2018 - 15:58
په کندهار او اروزګان کې ٢٦ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
28 Aug 2018 - 15:58

کندهار- ترينکوټ (پژواک، ۶ وږی ۹۷): چارواکي وايي چې د کندهار او اروزګان ولايتونو په عملياتو کې ٢٦ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ د ویاند مرستیال لومړي څارن بشیر خاکسار پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه عملیات تېره شپه د ملي، محلي او عامه نظم پولیسو او ملي اردو له خوا د دې ولسوالۍ په چغني سیمه کې شوي دي.

هغه زیاته کړه، د عملیاتو پر مهال ۷ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

دغه راز نوموړي په دغو عملیاتو کې د یوه پولیس د ټپي کېدو یادونه هم وکړه.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

خاکسار د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې خبر هم ورکړ او ویې ویل چې نن سهار په دې ولسوالۍ کې یوه مېرمن او یو ماشوم موټر وهلي دي.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې ماشوم مړ شوی او ښځه ټپي ده چې د درملنې لپاره د پولیسو له خوا روغتون ته رسول شوې ده.

دی وايي، موټر چلوونکی د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د يو بل خبر له مخې، په اروزګان ولايت کې هم د عملياتو پر مهال وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې دافغان ګډو امنیتي ځواکونو له خوا دغه عمليات د ولايت په مرکز ترينکوټ او دهراوود ولسوالۍ کې ترسره شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.