د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کونړ کې چاودنې ١٩ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

په کونړ کې چاودنې ١٩ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

Aug 28, 2018 - 15:43

اسعد اباد (پژواک، ٦ وږى ٩٧) : په کونړ ولايت کې د چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.

  د کونړ دامنيه قوماندانۍ وياند فريد الله دهقان د وږي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې نن تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو د شيګل ولسوالۍ د هلالزو په سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه ډاټسن موټر دسړک د غاړې ماين چاودنه شوې.

هغه زياته کړه، په دغه چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي چې  په ټپيانو کې درې مېرمنې هم شاملې دي.

دهقان وايي، ياد کسان د ولايت له مرکز اسعداباد څخه شيګل ولسوالۍ ته روان وو چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه.

د نوموړي په وينا، ماين د هېواد ددښمنانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.

د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکتر عزيز الرحمن ساپي پژواک ته وويل چې دوى ته دوه جسدونه او نهه ټپيان راوړل شوي او د ټپيانو حالت يې د ډاډ وړ وباله.

ددغې چاودنې مسووليت ترا وسه چا نه دى اخيستى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement