نیلی (پژواک، ٦ وږی ٩٧): د نیلي ښاروالي وايي چې د ښار په داخل کې به د خپل سرو ودانیو مخه ونیسي او د ماسټرپلان خلاف جوړې شوې ودانۍ به هم ویجاړې کړي.
د نیلي ښاروالې نجیبې احمدي له پژواک سره د خبرو پر مهال خپل سرې ودانۍ د دغې ادارې پر وړاندې لویه ستونزه وبلله او ویې ويل، د خپل سرو ودانیو د مخنیوي کمېټه د دویم ځل لپاره جوړه شوه او هېچاته اجازه نه ورکوي چې د ښاري ماسټرپلان خلاف ودانۍ جوړې کړي.
نوموړې ګواښ وکړ چې که دغه امر ته څوک پاملرنه ونه کړي ساختماني کارونه به یې ودرول شي او قانوني چلند به ورسره وشي.
هغې وویل: (( له بشپړې څېړنې وروسته به هغه کورونه ویجاړ کړي چې د ښار په داخل کې د ماسټرپلان خلاف جوړ شوي وي.))
دغه راز نوموړې وویل، د ځمکې د ملکيت پر سر شخړې د یاد ښار د پرمختګ او پراختیا پر وړاندې لویه ستونزه ده.
هغې زیاته کړه، د غیر پلان شوو سیمو لپاره د ښاري ماسټر پلان پر چوکاټ کار روان دی او ژر تر ژره به یې کار بشپړ او سیمې به ځانګړې شي.
په همدې حال کې د دایکنډي ولایت د عدلیې رییس حبیب الله هدایت وویل، د خپل سرو ودانیو جوړېدو شاوخوا ۸۰ دوسیې د دغه ریاست له خوا دولتي قضايه قوو ته استولې دي.
هدایت زیاته کړه چې په خپل سر د ځمکو وېش او له دې لارې د پیسو لاسته راوړل، د یوشمېر کسانو له لوري په دولتي سیمو او خپل سرو ودانیو د مالکیت ادعا په دغه ولایت کې لویې ستونزې دي.
په همدې حال کې یو شمېر مدني فعالان وايي، د نیلي ښاروالي له خپل سرو ودانیو څخه د مخینوي په امر کې پاتې راغلې ده.
مدني فعال علي اقا وویل، په نيلي کې د هرې ورځې په تېرېدو د پرمختګ او قانوني کېدو پر ځای ستونزې زیاتېږي، ځکه ټول خلک په خپله خوښه د ځان لپاره کور یا مارکېټ جوړوي.
دا په داسې حال کې ده چې خدیجه احمدي د نیلي د ښاروالې په توګه د خپلې دندې له پیلېدو سره سم ژمنه وکړه چې د ښاري ځمکو د ښه مديریت، عایداتو د زیاتېدو او د ښاري وضعیت د ښه والي په برخو کې د خلکو او مدني بنسټونو د شریکولو لپاره به هڅه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن