د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کونړ کې د مناګي برېښناکوټ به د روان کال تر وروستیو ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

کونړ کې د مناګي برېښناکوټ به د روان کال تر وروستیو ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

Aug 28, 2018 - 10:48

اسعداباد (پژواک، ٦ وږى ۹٧): د کونړ ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت د وټه پور د مناګي برېښنا کوټ پر وړاندې موجود خنډونه د مرکزي حکومت او ځايي خلکو په همکارۍ ختم شوي او ډېر ژر به يې کارونه بشپړ شي.

د دغه ولایت د برېښنا رياست مسوولين وايي، که بيا ځلې خنډونه رامنځه نه شي، نو د روان کال تر پايه به له دغه برېښنا کوټ څخه ګټه اخيستنه پيل شي.

دغه برېښنا کوټ چې د دوه اعشاريه يو ميګاواټ برېښنا د توليد ظرفيت لري، په کال ۱۳۹۲ کې يې د رغونې چارې د برېښنا وزارت د ۹،۸ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت پيل شوې وې او ټاکل شوې وه د څلورو کلونو په موده کې بشپړې شي.

ځايي چارواکي وايي، د دې پروژې چارې له تېر يوه کال راهيسې ځنډېدلې وې او لامل يې هم په سيمه کې د ځايي خلکو له خوا د پروژې پر وړاندې د خنډونو جوړول و چې د ځمکو د ورکړې په برخه کې يې ستونزې جوړولې.

د معلوماتو له مخې، اوس حکومت هغو خلکو ته چې کورونه یې د پروژې په مسير کې  له منځه ځې، د پيسو د ورکړې ژمنه کړې، نو ځکه یې د رغونې  چارې بېرته پیل شوې.

د کونړ د برېښنا رييس انجينر عبدالله ولي وايي، د دې پروژې کارونه ځکه ځنډېدلي وو چې ولسي خلکو يې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي وو او هغه ځمکې يې نه تخليه کولې چې د دغه بند د کانال تېرېدو مسير ټاکل شوی و.

هغه زياته کړه، مرکزي حکومت د يادو خلکو د ځمکو د استملاک قيمت ټاکلی، خلکو د ځمکو پرېښودو ژمنه کړې او د برېښنا کوټ د رغونې شرکت هم بيا کار پيل کړی دی.

نوموړی زیاتوي، د مناګي برېښناکوټ چې ۲،۱ میګاواټ بریښنا د توليد ظرفيت به ولري، د ماڼوګي او وټه پور ولسوالیو سربېره به د مرکز اسعداباد څلور زره او پنځه سوه کورونو ته به برېښنا ورکړي.

په ورته وخت کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، د مناګي پروژې د ستونزو د هواري په برخه کې يې له ولسمشر او د برېښنا له وزیر سره له نږدې خبرې کړې او د ستونزې د حل ډاډ يې ترلاسه کړی دی.

والي زیاته کړه، اوس د کانال په مسیر کې ټول کورونه او ځمکې استملاک شوي او عملآ خلکو خپل کورونه تخلیه کړي او د کانال کارونه ډېر په چټکۍ سره پر مخ روان دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د مناګي برېښناکوټ د پايو او لاين غځونې قرارداد هم شوی او عملاً يې کار پيل شوی دی.

د مناګي برېښناکوټ د جوړولو پروژې يو انجنير مايل اقا وايي چې د پروژې يوه اندازه تخنيکي وسايل راغلي، پاتې يې هم په راتلونکو درېيو مياشو کې را روان دي او کارونه يې په چټکۍ سره پر مخ ځي.

ځايي خلک که له يوې خوا د برېښنا کوټ جوړېدو او له دغه برېښنا کوټ څخه د توليد شوې برېښنا استفادې ته خوشاله دي؛ نو له بلې خوا په پروژه کې خلکو ته کار موندل هم د سيمې لپاره يوه ګټوره خبره ګڼي.

د وټه پور ولسوالۍ يو قومي مشر محمد دين وايي، هغه وخت ډېر ځورېده چې د دومره مهمې پروژې پر وړاندې ځايي خلکو خنډونه جوړ کړي وو.

دی وايي، اوس د خوښۍ ځای دی چې هم د خلکو ستونزې ته حل لار پيدا شوه او هم د برېښنا کوټ جوړېدو ته زمينه برابره شوه.

محمدشریف چې د مناګي برېښناکوټ د رغونې په پروژه کې د ورځې د درې سوه افغانیو په بدل کې کار کوي، وایې پر دې خوښ دی چې  د برېښنا له نعمته هم برخمن کېږي او کار هم ورته پيدا شوی دی.

حميدالله د دغه برېښنا کوټ بل کارګر دی، هغه له پژواک سره په خبرو کې وويل، له یوې خوا ورته په کور کلي کې د کار زمینه برابر شوې او له بل پلوه به يې سیمه پرمختګ هم وکړي.

د يادولو ده، په دغه ولايت کې چې د دوو لويو سيندونو درلودونکی دی، لسيزې وړاندې د لومړي ولسمشر سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال په مرکز اسعد اباد کې هم يو برېښنا کوټ د ۷۰۰ کيلوواټه برېښنا د توليد په ظرفيت جوړ شوی و، خو اوس د هغه د توليد کچه هم تر درېيو سوو کيلوواټه راټيټه شوې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement